افغانستان

عبدالله عبدالله: د محقق وروستۍ څرګندونې د ملي یووالي حکومت د پالیسۍ خلاف دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل دویم مرستیال هغه څرګندونې غندلي، چې د افغان شیعه ګانو جګړه یې په سوریه، عراق، پاکستان او افغانستان کې ستایلې وه.

ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو په شورا کې وویل« د ملي یووالي حکومت پالیسي دا ده، چې افغانان د نړۍ په هېڅ ځای کې په جګړه کې برخه وانه‌خلي. موږ په کور دننه هم جګړه نه غواړو؛ خو د تحمیلي جګړې پر وړاندې له خپلې خاورې او ارزښتونو څخه دفاع ته چمتو یو.»

د اجراییوي مشر په خبره، موږ غواړو چې افغانان هم په سوله کې ژوند وکړي او افغانان د نړۍ په هېڅ جګړه کې برخه وانه خلي.

د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر وویل، کله چې حکومتونه د داعش پر وړاندې له افغانستان سره مرسته نه کوي، موږ هیله لرو چې زموږ په مخ کې خنډونه جوړ نه کړي.

ده د کوم هېواد نوم وانه خیست؛ خو د محقق خبرې یې رد کړې.

مشرانو جرګه: د محقق وروستۍ څرګندونې د نوموړي شخصي نظر دی

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق دوه ورځې وړاندې په تهران کې د «اهل بیت مینه‌والو» جوړه شوې غونډه کې د هغو افغانانو ستاینه کړې وه، چې په سوریه کې د ایران په ملاتړ جګړه کوي.
محقق دغه جګړه د کفر پر وړاندې جګړه بللې وه.
د محقق خبرې مشرانو جرګې، ولسي جرګې او یو شمېر سیاسونو غندلي دي؛ خو د ارګ نظر تراوسه پورې نه دی رسنیز شوی.
د نړیوالو سر شمېرنو له مخې، اوسمهال ۱۵زره افغان هزاره ګان د سوریې د بشارالاسد د درژیم په ملاتړ د سوریايي جنګیالیو سره په جګړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x