نړۍ

اسلام اباد: د لاريونوالو او حکومت مذاکرات کامیاب، د قانون وزير استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د لاريونوالو او حکومت تر منځ مذاکرات کامياب شول او د قانون وزير زاهد حامد خپله استعفا د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ته وړاندې کړه، چې ويل کېږي هغه به يې نن قبوله کړي.

د تحريک لبيک ګوند مشر سردار حسين رضوي اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دوی ته ځانګړی پلاوی ورلېږلی و، له دوی يې غوښتي، چې خپل احتجاج پای ته ورسوي په داسې حال کې، چې هېواد د ناامنيو او ستونزو پر لور روان دی.

د قانون وزیر: زاهد حامد

د دغه تحريک مشر ويلي، چې «موږ له پوځ سره مذاکرات کړي او دوو حکومتي چارواکو د کورنيو چارو وزير او د داخله وزارت سکرټر دغه هوکړه لاسليک کړې ده.»

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند لوړپوړي مشر او د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف تېره ورځ د قانون له وزير زاهد حامد سره له يوه ساعت زيات ناسته درلوده او په پایله کې يې د قانون وزير رسنيو ته وويل، چې د سترو ملي ګتو په موخه له خپلې دندې استعفا ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان يوې صوفي «لبیک يا رسول الله» ډلې له تېرو شلو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې وې او د انتخاباتو په قانون کې يې د ختم نبوب بند د لرې کولو له امله د قانون د وزير د ګوښه کولو غوښتنه کوله، چې له شلو ورځو وروسته حکومت د مظاهره چيانو پر ضد عمليات پيل کړل او دغه لاريون په تاوتريخوالي واوښت.

د رپوټونو له مخې په دغه لاريون کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ د اخ و ډب له امله تر اوسه د اوو کسانو د وژل کېدو له ۲۵۰ زياتو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

اوس د تحريک لبيک ډلې مشران وايي، چې د پوځي استازو په منځنګړيتوب يې له حکومت سره مذاکرات کړي او دواړه لوري په شپږ شرطونو يو بل سره موافق شوي دي.

حکومتي سرچينې وايي، چې د حکومت له لوري د کورنيو چارو وزير احسن اقبال، د کورنيو چارو وزارت سکرتر ارشد مرزا، د تحريک لبيک ډلې له خوا د دغه ګوند مرکزي مشر خادم حسين رضوي، مشر سرپرست پير افضل قادري، سرمنشي محمد وحيد نور او د پوځ له لوري ستر جنرال فیض حميد لاسليکونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x