نظــر

د ټاكنو کمیسون خپله لمن خپله په سر واړوله

تر ټاکنو مخكې په کابل كې د ټاکنو په مرکزي نقطو د طالبانو کامیابو هدفي بریدونو او د ټاکنو په ورځ په 24 ساعتونو کې د طالبانو له لورې 1088 بریدونو او چاودنو ته په کتو د ټولو سر پدې خلاص شو، چې د ټاکنو پر وړاندې
طالبانو خپلې ګوتڅنډنې ته د عمل جامه بشپړه ور واغوسته او د اتلس میلیونو وګړو د رای ورکونكو شمېر یې خندونكې کچې ته راټیټ کړ.

د طالبانو د بریدونو د بې اغېزې معرفی کولو او د ټاکنو د پروسې د كامیاب بللو په موخه د كرزي 
ادارې پراخ تبلیغات وكړل. په دې کار کې ورسره خصوصی تلویزیونو او لویدیځ زېږولو مدني ټولنو هم پراخې هڅې وکړې ترڅو له هر لوری د ټاکنو پروسه بریالۍ وبولي. لدې کاره د کرزی د ادارې د نورو موخو ترڅنګ یوه موخه دا هم وه، چې په افغان ولس او نړۍ کې له لاسه ورکړی باور په پراخو دروغو بېرته اعاده کړي، ځکه خو یې د ټاکنو په ورځ د طالبانو بریدونه څه باندې شپږ سوه وښودل
او دوی ته بریدونو اړولی ځانی زیان یې د پنځوس عسکرو په شاوخوا کې وښود. د بهرنیو ناظرینو په اړه یې د بشپړ ډاډ څرګندونه وکړه، خو له ټاکنو دوه ورځې وروسته د اروپایی اتحادیې د ناظرینو د رئیس له خولې د نا امنۍ په اړه ډېر څه په خبری کانفرانس کې راووتل او ترڅنګ یې وویل چې یو بهرنی ناظر هم د ټاکنو په ورځ په بریدونو کې ووژل شو.
د كرزی ادارې د دروغو په تبلیغاتی پروسه کې هڅه وكړه، چې په ټاکنو کې د
افغانانو پراخ ګډون وښیی، نو ځکه یې د اوه میلیونه رایو د استعمال ادعا وکړه، خو پرون چې د ټاکنو د كمیسون رئیس یوسف نورستانی د رایو د لس سلنه د شمېرنې پایله اعلان کړه، نو پینځه لکه رایې یې د ټولو رایو لس سلنه وبللې.
اوس چې پینځه لکه رایې د ټولو رایو لس سلنه اعلان شوې، دا د پینځه میلیونه
رایو لسمه برخه کېږی، نو څه شوې د ادعا شویو رایو دوه میلیونه نورې رایې؟
دوی خو په پوره جوش د اوه میلیونه رایو خبره کوله اوس ولې پینځه میلیونه شوې؟
د ټاکنو د لس سلنه رایو د شمېرنې د پایلو په مناسبت اشرف غنی احمدزي هم په
خبري کانفرانس کې یاده موضوع مطرح كړه او ویې ویل چې په لومړي سر کې د اوه میلیونه رایو ادعا او اوس د پینځه میلیونه رایو د استعمال څرګندونې څه معنا؟

ټول پدې پوهېږو، چې د ټاکنو پروسه د طالبانو د بریدونو له امله بشپړه ناکامه کړای شوې وه او د رایه ورکوونکو شمېر د نېشت برابر و، خو دولت د تبلیغاتو پر مټ د دروغو پراخ تبلیغات وکړل او د ټاکنو ناکامی یې تر څه کچې پورې پټه کړه، خو اوس مجبور دی چې اصلی حقیقت څرګند کړی. په پینځه میلیونه رایو اقرار کول لومړی ګام دی، ګورو به چې د تبلیغاتو په زور د کامیاب معرفي کړای شویو ټاکنو به په راتلونکی كې نور څومره حقیقی اړخونه د دوی په خپله خوله راڅرګند شی او دوی به خپله لمن تر کومه په خپل سر واړوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x