افغانستان

نورستان: دواب کې پولیس د پوښاک جامې هم له خلکو غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نورستان کې د دواب ولسوالۍ امنیتي منسوبین وايي، د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله د پوښاک جامې هم له خلکو غواړي.

د دواب ولسوالۍ ولسوال فدا محمد امین مسیر ورځپاڼې ته ویلي، له تېرو دریو کلونو راهیسې يې امنیتي منسوبين، د پوليسي یونیفورم، خوراکي توکو او مهماتو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د سرچینې په قول پولیسو ته يې معاشونه تر اصلي معاش کم او په دویم – درېیم لاس ور رسېږي.

مسیر، د دواب د ولسوال له قوله ليکي: «له ۱۳۹۳ کال راپه دېخوا موږ ته هېڅ درېشۍ نه دي راغلې، نوره هېڅ البسه هم نه ده راغلې، دلته له خلکو غنم او جواري اخلو، موږ له خپلې اعاشې او اباطې هېڅ خبر نه یو، پولیس په شخصي جامو او غټو غټو پکولونو او پګړیو کې د اربکیانو په شان ګرځي».

د دوی په خبره پولیس يې مجبور دي، چې ډوډۍ او د پوښاک جامې له خلکو وغواړي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې خلکو د اربکیانو له لوري په زور د ډوډۍ او سون توکو د وړلو له امله شکایتونه کړي دي، خو مرکزي حکومت ورته پام نه دی کړی.

د دواب ولسوال وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله، له لږ فشار سره زموږ امنیتي منسوبین سیمې مخالفينو ته پرېښودای شي.

دواب د نورستان هغه ولسوالي ګڼل کېږي، چې له مرکز پرته يې نږدې ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

د کورنیو چارو وزارت په ورته ستونزو کې د ښکېلو پولیسو لپاره د مرستې ژمنې کړې دي.

دوه ورځې وړاندې د کونړ په سرکاڼو کې هم سرحدي عسکرو شکایتونه وکړل او له رسنیو سره يې په خبرو کې وویل، چې له شپږو میاشتو راهیسې په وږې ګېډه خپلې پوستې ساتي.

د پوځي شنونکو په باور د دولت او پوځي منسوبینو تر منځ ورته ستونزې، بې باوري رامنځته کوي او د سرتېرو روحيه ځپي، چې په پایله کې له مخالفينو سره د جګړې ځواک له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x