افغانستان

امریکايي ځواکونه: ډېره وېره مو د افغان ځواکونو څخه ده / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ټرمپ د استراتیژۍ د اعلان او اضافي ځواکونو د راتګ وروسته په هلمند او کندهار کې مېشت بهرني عسکر وايي چې دوی ته ډېره وېره د هغو افغان عسکرو څخه ده چې له دوی سره یو ځای استوګن دي او په ګډو عملیاتو کې ورسره برخه اخلي.

د «ان بي سي نیوز» د راپور سره سم امریکایانو د همدې موخې لپاره د «ګارډین انجلز» یا (ساتونکي پرښتې) په نامه یو ځانګړی ځواک جوړ کړی، چې دنده یې د افغان او امریکايي ځواکونو غونډي څارل دي.

د راپور سره سم هر کله چې افغان ځواکونه او امریکايي ځواکونه سره یو ځای شي، نوی تشکیل شوی ځواک د لیري څخه هغوی څاري او د امادګۍ په حالت کې ولاړ وي تر څو که څه پېښه را منځته کیږي، دوی پر وخت عکس العمل وښودلای شي.

د راپور سره سم له همدې ویرې امریکايي ځواکونه اړ دي چې حتی په خپلو قرارګاوو کې دننه وسلوال وګرځي او زغري په تن ولري ځکه هره لحظه وېره شته چې افغان عسکر د خپلو ټوپکونو شپیلۍ پر دوی ور واړوي او ډزي باندي وکړي.

د راپور سره سم طالبان توانیدلي چې په افغان ځواکونو کې خپل نفوذي عسکر ځای پر ځای کړي چې د مناسب فرصت په انتظار دي. او د مثال په ډول یادونه کوي چې په تېره جون میاشت کې د افغاني عسکر په ډزو ۷ تنه امریکایي عسکر ټپيان شول او په یوه بله پېښه کې چې د افغانستان په ختیځه کې را منځته شوه، ۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close