نړۍ

اردوګان: ټويټر ماليه نده ورکړې او بايد قانوني چلند ورسره وشي

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان ټويټر ټولينزې ويبپاڼې په اړه ويلي چې، له ماليې ورکولو يې ځان پټ کړی او بايد قانوني چلند ورسره وشي.
د اردوګان لخوا دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې، د اردوګان يو شمېر مخالفانو يې ټويټر ټولنيزې شبکې کې ادوګان ته منسوب يو غږيز پيغام کې د بډو اخيستو خبرې خپرې کړي دي. بې پرې کتونکي وايي چې، تر اوسه دا نده څرګنده چې، دا غږ د اردوګان دی او کنه؛ ولې رجب طيب اردوګان دا تورونه په کلکه رد کړي دي. اردوګان څرګنده کړې چې، ټويټر ټولنيزه شبکه هم بايد د نورو نړيوالو شرکتونو په څېر د ترکيې د اساسي قانون له مخې دغه هيواد ته ماليه ورکړي.
څه موده وړاندې د ترکيې حکومت په دغه هيواد کې پر ټويټر بنديز لګولی وه او لامل يې دا ښودل شوی و چې، ترکيې کې شخړو او لانجو ته لمن وهي.
نړيوالې ټولنې، اورپا، امريکا او يو شمېر نورو هيوادونو د ترکيې دغه پريکړه غندلې وه او دا يې د بيان د ازادۍ لپاره ستر ګواښ ګڼلی دی.
رجب طيب ادوګان په خپل غبرګون کې ويلي چې، ټويټر د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه پورته کوي او د نړيوالو غبرګون يې د ترکيې په کورني سياست کې مداخله بللې.
د ترکيې يوې محکمې هم د اردوګان د پريکړې پر خلاف حکم کړی و چې، بايد له ټويټر څخه بنديز پورته شي.
اردوګان ويلي چې، يو شمېر قاضيان هم د حکومت په سياسي چارو کې مداخله کوي، که دغه قاضيان له خپلو کړنو نه منعه کيږي، نو د قضا منصب دې پريږدي او د سياسي اپوزیسيون ګوند دې جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x