افغانستان

ننګرهار: په خوږياڼو کې د داعشيانو بريد په شا تمبول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعشيانو د څو ورځني پرمختګ وروسته نن سهار وختي په ادوړ سيمه کې د داعش وسله والې ډلې پراخ بريد په شا تمبول شوی دی.

درې ورځې وړاندې داعشيانو د وزيرو تنګي پيراخېلو سيمه ونيوله، طالبان له پېراخلېو وتلي او احمدخېلو نومې سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د ځايي سرچينو په وينا يو لور ته طالبان شاتګ کوي، بل لور ته، چې داعش ډله کومې سيمې لاندې کوي، حکومت هلته پوستې جوړوي.

د داعش د راتګ له امله په وزيرو او شاوخوا سيمو کې وېره او ترهه خپره شوې او د سيمې خلک خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځايونو ته د تللو هڅه کوي.

يوې ځايي باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې نن سهار وختي داعشيانو له پتيرۍ او نورو سيمو په ادوړ نومې سيمه کې پر طالبانو بريد وکړ، چې له سخت مقاومت سره مخ شول او بريد يې په شا وتمبول شو.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د ځوابي بريد پر مهال شپږ داعش وسله وال وژلي، درې ټپيان دي او يو يې ژوندی نيول شوی.

له تېرو څو ورځو راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د داعش بريد په شا تمبول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x