محقق په افغانستان کې داعشي جنایاتو ته د مشروعیت ورکوونکي په توګه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې د (محبان اهل بيت) تر عنوان لاندې غونډې ته د وينا پر مهال په سوريې کې د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو افغان شيعه‌ګانو (لشکر فاطميون) مشارکت حمایت او تقدیر کړ.

نوموړي نه یواځې په سوریه کې د بشار الاسد حکومت په ملاتړ د افغان شیعه ګانو د مشارکت ننګه وکړه بلکې د هغوي مشارکت یې وستایه او ویې ویل:

(زه پر افغان فاطمي لښکر سربېره له هغو ټولو جنګياليو مننه کوم، چې په عراق او سوريې کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب تر سيوري لاندې جنګیږي).

د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي رسنیو وخت ناوخته د یاد حکومت د لوړ پوړو چارواکو لخوا سوريي ته د افغان شیعه ګانو لیږلو او هلته د بشار الاسد حکومت په ملاتړ د جنګولو رپوټونه خپاره کړي چې هر ځل به یې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا تردید کیده.

خوراوس چې د ښاغلي محقق لخوا د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه په رسمي ډول په سوریه کې د افغان شیعه ګانو موجودیت او په جګړه کې د هغوي مشارکت ستایل کیږي دا له شکه پرته چې په افغانستان کې په رسمي ډول داعشي جنایاتو ته د مشروعیت ورکولو په معنا دی.

ځکه دا ښکاره خبره ده چې په سوریه کې د ایران تر نظارت لاندې د لشکر فاطمیون تأسیس او د بشار الاسد حکومت په ملاتړ د هغوی جنګول د امریکا او صهیونیستي رژیم (اسرائیل) په دستور د سُني ـ شیعه جکړې هغه تخریبي سازش دی چې د منځني ختیځ څلور مهم هیوادونه ـ عراق، سوریه، یمن او لُبنان یې په لمبو کې سوځی.

اوس کوښښ کیږي د دغه فتنه جوړوونکي اور لمبي د لشکر فاطمیون او داعش په وسیله افغانستان ته هم را اوږدې او دلته هم د امریکايانو او ایران تر نظارت لاندې د شیعه سُني وژلو تخریبي لړۍ پیل شي.

د ګډ حکومت کلیدي چارواکي د امریکايي پلانونو د عملي کوونکو په توګه یو د داعشي ملیشو تمویل او تجهیز کوي او بل یې د لشکر فاطمیون د تروریستي کړنو په تقدیرولو سره د هغوي حوصله افزايي کوي.

محقق د مهمو دولتي چارواکو له منځه په سوریه کې د فاطمیون تروریستي ډلې په حمایت او تقدیرولو سره په افغانستان کې داعشي جګړه مارو ته رسما دا دعوت ورکړ چې هغوی په کابل او د هیواد په هرځای کې د شیعه ګانو په خلاف خپل وحشیانه عملیات نور هم تشدید کړي.

ځکه د سوريي د مظلوم ولس پر خلاف د فاطمیون تروریستي ډلې جنایات تر هغو وحشیانه جنایتونو کوم چې داعشی جګړه مار یې په افغانستان کې د شیعه ګانو په خلاف تر سره کوي په مراتبو بتر او وحشتناک دي.

تر دې وروسته که داعشي تروریستان په افغانستان کې د شیعه ګانو په خلاف هرجنایت تر سره کوي محقق د یوه فتنه ګر چارواکي په توګه له هغوي سره په ټولو دغو جنایاتو کې شریک او د دغو جنایاتو مظلوم قربانیان باید خپل انتقام لومړی له دې فتنه ګر څخه واخلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

زه دمحقق دیوی مرکی شاهد یم دبی بی سی له رادیو سره محقق وویل ماته دافغانستان له ملی منافع نه دایران منافع او لویت لری دادشر اوفساد دنوکرانو یوه بیلکه دی چه دوی جا سو سان او غلامان دی دا فرق نه ورکوی چه ملی منافع سه ته وای غلام غلام دی ورک دی شی