ورزش

په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډیر ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) په کرکټ کې د لا زیات خوند راپیدا کولو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د ۵ او یو ورځنۍ لوبو نه وروسته په کال ۲۰۰۵ کې د شل اوریزو لوبو تجربه وکړه چې په ډیر چټکۍ سره کامیابه شوه، او کرکټ لا ډیر مینوال پیدا کړل.

د شل اوریزو لوبو دا سلسله په چټکۍ سره روانه ده او ورځ تر بلې په هر هیواد کې ددې لوبې په زیاتیدو دي، آن چې نیزدې وخت کې لس اوریزې لوبې هم وړاندې کیدونکي دي.

د نړیوالو لوبو تر څنګ اوس نیزدې په هر هیواد کې تجارتي سیالۍ لوبیږي، په استرالیا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، افغانستان، بنګلدیش، او … هیوادونو کې دغه سیالۍ ترسره کیږي، چې ورسره د مینوالو تنده ماتیږي او هم د لوبغاړو لپاره مالي پراخوالی لري.

راځۍ چې وګورو تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډیر لوبغاړي چا سوځولي.

د ویسټ انډیز لوبډلې ستر آل راونډر او د لوبې په اخر کې ښه ځلیدونکی لوبغاړی ډاین براوو په شل اوریزو لوبو کې په لومړي نمبر دی او تر ټولو ډیر لوبغاړي یې سوځولي.

نوموړی چې اوسمهال د بنګلدیش په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي تر دې دمه په ۳۶۱ لوبو کې ۳۸۹ لوبغاړي سوځولي.

په زیاتو لوبغاړو سوځولو کې په دوهم نمبر د سري لنکا جادوګر یارکر توپ اچونکی لاست ملینګا دی، نوموړي په ۲۴۶ لوبو کې ۳۲۹ لوبغاړو سوځولي.

همدارنګه د ویسټ انډیز ورو توپ اچونکی سنیل ناراین په دې لیست کې دریم نمبر خپل کړی دی، نوموړي په ۲۵۴ لوبو کې ۳۰۴ لوبغاړي سوځولي. باید وویل شي په سنیل ناراین باندې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا څو واره د غلط ایکش له امله بندیزونه ولګیدل، چې دده په توپ اچونه یې بد تاثیر وکړ.

همدارنګه د پاکستان شاهد افریدي د ۲۶۱ لوبو سره ۲۸۳، سهیل تنویر په ۲۶۹ لوبو کې ۲۸۱، یاسر عرفات په ۲۲۶ لوبو کې ۲۸۱ او سعید اجمل په ۱۷۰ لوبو کې ۲۷۰ لویغاړي سوځولي.

د بنګلدیش لوبغاړی شکیب الحسن چې اوسمهال به درجه بندۍ کې د آل راونډرانو په لیست کې لومړی نوم لري، په ۲۴۶ شل اوریزو لوبو کې ۲۸۰ لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د ۲۰۱۷ کال په غوره لوبغاړو کې شامل دی، نوموړی اوسمهال د شل اوریزو توپ اچونو په درجه بندۍ کې دریم مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x