افغانستان

بادغيس: طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): چارواکي وايي، د بادغيس ولايت په بالامرغاب او مقر ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل رسنيو ته ويلي، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د “اندري” په سيمه کې په دولتي پوسته بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ۲ پوليس، ۲ طالبان وژل شوي، يو عسکر او يو طالب ټپيان دي.

هغه وايي، طالبانو له ځان سره د وژل شويو عسکرو يو راکټ او څو ميله سپکې وسلې هم وړي دي.

په عين حال کې د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عزيز بېک ويلي، چې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ په “موريچاق” سيمه کې د سرحدي پوليسو په پوستو بريدونه کړي، له کبله يې پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په يوه رالېږل خبرپاڼه کې راغلي، چې د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ اړوند د “لوخه” په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو يوه قرارګاه نيولې او ۱۱ تنه عسکر وژل شوي، چې جسدونه يې لا هم په پوځي مرکز کې پراته دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له نيول شوې قرارګاه څخه طالبانو ۷ ميله وسلې، يو د شپې دوربين او په زياته اندازه پوځي مهمات هم ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x