نیو هروایزنز بيړۍ د پلوټو سیارې پر لور

مفتي احسان الله

په 2006 م کال د جنوري پر 19 مه د ناسا مشهوري امریکې ادارې پلوټو ته د نیو هروایزونز  (New Horizons) په نامه یوه فضايې بيړۍ وتوغوله سوه ، دا بېړۍ په ډیرو پرمخ تللو وسایلو او لوړ کیفیت کامرو سمبال وه ، په 2007 م کې د مشتري سره تيره سوه د مشتري او د هغه د سپږمیو يې ډیر عکسونه راواسته ول ، د 2015 م د جولائي پر 14 د یو ټي سي وخت سره سم پر 11:49:57 باندي تر بل هر وخت پلوټو ته ډیره قریبه سوه .

دا د فضا په تاریخ اوله بېړۍ ده ، چې د پلوټو او د هغې د سپږمیو مطالعه کوي ، دا بيړۍ په ډیر عالي کیفیت سره سرعت لري ، له دوه زره یوم نه بیا تر دوه زره شپاړسم یعني په پنځلسو کلو کې پر دغې بيړۍ 650 ملیونه ډالره مصرف راغلی دی .

په دغه وخت کې له پلوټو نه لیريوالی 7800 میله یا 12500 کیلومتره و .

په دې حال کې د پلوټو ډیر عکسونه واخیستل او زمکي ته يې را ولېږل ، له دغو عکسو نه ښکاري چې پر پلوټو باندي د زړه پر رکم یو ډیر واضح ځای موجود دی ، علماو دېته د کلائیډ ټومبا نوم غوره کړ ، کلائیډ ټومبا یو مشهور ساینس پوه و .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د