
د علماء نړیوال اتحاد لنډه پیژندنه
عبدالجبار مطمئن
تیره ورځ مي په خواله رسنيو د (د مسلمانانو د علماء د نړویوال اتحاد) په هکله داسي څه وليدل چې راته د حیرانتیا وړ وو هغه داچې د قطر د اسلامي هیواد سره د پیرکون غړو هیوادونو ( عربستان سعودی، مصر ، بحرین او عربی متحد امارات) د یوي اعلاميې په ترځ کې د (د مسلمانانو د علماء د نړیوال اتحاد) بنسټ خپل تور لیست ته شامل کړئ او د اتحاد غړي يې تندلاري او ټروریسټان بللي دي! هغوي زیاته کړي چې ددي اعلاميې څخه ددوي منظور د تروریزم سره مبارزه او دهغي د سرچينو وچول، او همدارنګه د تندلاري فکر د خپریدا او ترویج مخنیوی دی!
جالبه دا چې د پریکون ډلي له وړاندي د دکتور یوسف القرضاوي چې د مسلمانانو د علماء د نړیوال اتحاد مشر دی نوم په تروریستانو کې شمیرلی وو او له قطره یې غوښتي وو چې هغه خپل اصلي هیواد مصر ته وسپاري.
غواړم پوه شئ چې د مسلمانانو د علماء د نړیوال اتحاد یا (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمین) څنګه بنسټ دی؟
دا بنسټ د اسلامي نړۍ د مخکښو عالمانو او پوهانو په هڅه په کال ۲۰۰۴ کال د بریتانیا په پلازمینه لندن ښار کې د ځايې مسلمانانو په مرسته جوړ او د ايرلنډ به ډبلین ښار کې راجستر شو.
ددي اتحاد لمړنی مشر الشیخ دکتور یوسف القرضاوي (حفظه الله) وټاکل شو هغه چې اصلي ټاټوبی یې مصر دی خو د وخت د ظالمو حاکمان له ظلمه د قطر پلازميني دوحة کې میشت او اوس مهال د قطر تابعیت هم لري. دی دري تنه مرستیالان لري چې یو یې د افریقا د شمال جنوب سېمي د المغرب ښار اوسیدونکی الشیخ أحمد الریسونی دی او دویم د عمان مملکت اوسیدونکی الشیخ أحمد الخلیلي او دریم د آسیا د جنوبي سیمیي مالیزیا هیواد اوسیدونکی دی چې شیخ عبدالهادی أونغ نوميږي، ددي نړیوال بنسټ أمین عام شیخ علي محي الدین قره باغي دی چې د اسلامي نړۍ له سترو مفکرينو شمیرل کېږي.
سربیره پر دي چې د مسلمانانو د علماء نړویوال اتحاد اصلي استوګنځی د ايرلينډ اړوند ډبلن ښار دی خو اوس مهال ددي اتحاد غړي د قطر عربي هیواد پلازمینه دوحه کې اوسيږي، دا اتحاد په ذکر شوو مسئولو اشخاصو سربیره ۴۲ غړي لري چې د اسلامي نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ددي اتحاد سره همږۍ ته ژمن دي.
ددي اتحاد د غړیتوب په هکله په انټرنټ باندي د اتحاد خپله رسمي پاڼه داسي ليکي: ددي ټولني دروازه د اسلامي نړۍ د ټولو علماء په وړاندي پرانستي ده، او زموږ تعبیر له عالم نه هر هغه شخصیت دی چې د شرعیاتو او اسلامي زده کړو له پوهنځی او یا د هغه معادل فارغه وي، خو په اسلامي علومو، اسلامي کلتور کې تخصص ولري، فعال وي او ځانګړي لاسته راوړني يې لري وي.
دا ټولني له لمړی ورځي د دعوت او د اسلام د سپیڅلي دین د خپراوي هوډ څرګند کړی او په اسلامي نړۍ کې یې د مسلمانانو د علمي میراث په ساتلو کې هڅي کړي او د منځلاري توب او اعتدال په چوکاټ کې يې خورا زیاتي څيړني سرته رسولي دي.
خو له بده مرغه چې (د سعودي علماء د مشرانو ډلګۍ) تیر اکتوبر میاشت کې ددي اتحاد په هکله د ملک سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د ولي عهد محمد ابن سلمان په سپارښتنه داسي څرګندوني وکړي چې د ټولي اسلامي نړۍد سخت نفرت لامل شوي او دا دی اوس د سعودي حکومت او ورسره پلورل شوو هیوادنو داسي یوه ظالمانه او له شرمه ډکه بیانیه وړاندي کړه.
د یادولو وړ ده چې د سعودي هیواد په ورستیو اونیو کې د ژور منفي بدلون په لور روان دی او د اصلاحاتو تر عنوان لاندي یې ډير داسي اعمال شوني کړل چې پخوا به ورته د حرام په سترګه کتل کیدل.