د ابوبكر رضي الله عنه د پرهېز يوه اند پاروونكې كيسه

عبدالمالک همت

په معتبرو كتابونو كي راوړي چي د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه د خلافت په وختو كي د هغه مريي يوځل هغه ته څه خواړه وړاندي كړل او هغه د پخواني دود په خلاف بې له پوښتني وخوړل، خو د دې خوړو د خوړلو سره يې طبيعت څه ناكراره غوندي سو. نو يې له مريي څخه وپوښتل چي: ”دا څنګه خواړه وه “. مريي ورته وويل چي ما د جاهليت په زمانه كي د كهانت كار ( غيب ويل او اټكلي خبري كومي چي په اسلام كي منع او حرامي دي ) كاوه، خو دغه كار مي ښه نه وو زده او يو څوك مي تېرايستلى وو. نن مي هغه وليد او زما د دغه كار په بدل كي يې دغه خواړه راكړه او ما تاسي ته دركړه. د دې خبري په اورېدو سره ابوبكر صديق سخت پرېشانه سو او سمدستي يې په ستوني ګوتي ننه ايستلې او هغه خواړه يې قى كړل. څنګه چي يې ښه ډاډ نه وو حاصل سوى بيايې د هغو د قيولو كوشش وكړ او څومره چي يې په وسه وه هغو ني يې قى كړل. ان چي دونه قيونه يې ووهل چي بېخي يې حالت بدلون وموند. خلك وارخطا سول چي نه چي له دې امله سا ور نه كړي. نو يې ورته عرض كړه چي : اى د رسول الله صلی الله عليه وسلم خليفه نور د قى وهلو كوشش مه كوه. نور له دې خوړو څخه ستا په نس كي څه نه دي پاته. بيا حضرت ابوبكر رضي الله عنه وفرمايل : ” زه بېرېږم چي د دغو خوړو كوم څه مي په نس كي نه وي پاته “. بيا يې وژړل او ويې ويل: ” اى لويه څښتنه ! ز ما خو چي څه په وس وه هغه مي وكړه. كه اوس هم زما په نس كي د دې خوړو كوم څه پاته وي اى لويه څښتنه تر را تېر سه !“.

الله اكبر ! وګورئ چي كهانت هم صديق اكبر نه وو كړى او دغه ګټه هم د هغه نه وه، بلكي دا ټول كار د هغه د مريي وو، خو د هغه تقوا او احتياط تر دې كچي وو چي داسي څه يې چي شبهه پكښېكي وه هم په ګېډه كي نه پرېښوول. دا يو مثال وو چي موږ ستاسو د ايماني پياوړتيا د راويښولو او اند پارولو لپاره راوړ . د نورو ټولو صحابه وو، اهل بيتو او رشتيانيو مسلمانانو تقوا هم دغسي وه. د دوى د تقوا او سپېڅلتيا په هكله پخپله قرآن كريم شهادت وركړى دى.

د رسول مقبول صلی الله عليه وسلم ارشاد دى:«‏ ‏أَيُّهَا النَّاسُ!‏ ‏إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ. فَقَالَ: ﴿ يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (51) ﴾ [المؤمنون: ۵۱] وَقَالَ : ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ﴾ [البقره: ۱۷۲].

ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ ‏‏أَشْعَثَ ‏أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ ؟ ( مسلم، كتاب الزكاة، باب قبول الصدقـة ۱۰۱۵حديث ).

ژباړه : اى خلكو ! لوى څښتن پاك دى بې له پاكۍ (حلالو) بل څه نه قبلوي او لوى څښتن مومنانو ته په هغو امر كړى دى چي پېغمبرانو ته يې كړى دى. او ويې فرمايل: اى پېغمبرانو ! پاك ( حلال ) شيان وخورئ او نېك عمل ترسره كړئ. تاسي چي هر څه كوئ زه ښه په پوهېږم. او ويې ويل: اى مومنانو كه تاسي په رشتيا د لوى څښتن بنده ګي كوونكي ياست نو كوم پاك شيان چي موږ دركړي دي هغه وخورئ . بيا رسول صلی الله عليه وسلم هغه څوك ياد كړ چي ډېر اوږد مزل يې كړى وي او د سفر د كړاوونو له امله يې سر ببر او په دوړو ككړ وي او د دعا لاسونه د آسمان پر لوري پورته كړي او لويه خدايه! لويه خدايه ! وايي. په داسي حال كي چي خورا ك او چيښاك يې حرام، كالي يې حرام او پوست او وينه يې له حرامو څخه وي، نو د داسي چا دعا به څنګه قبوله سي؟ ‏

دغه راز فرمايي :‏ « ‏يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لَا يُبَالِي ‏الْمَرْءُ مَا أَخَذَ مِنْهُ أَمِنَ الْحَلَالِ أَمْ مِنْ الْحَرَامِ » (بخاري،كتاب البيوع، باب من لم يبال، ۲۰۵۹حديث).

ژباړه : داسي وخت به پر خلكو راسي چي سړى به پروا نه كوي چي څه شي يې اخيستي او خوړلي دي. آيا حلال يې اخيستي او خوړلي دي، كه حرام. يعني د حرامو او حلالو په منځ كي به توپير نه كوي او څه چي يې په مخه ورځي خوري به يې. دغه راز د رسول صلی الله عليه وسلم حديث دى:«‏‏ ‏الْحَلَالُ بَيِّنٌ وَالْحَرَامُ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا مُشَتبَّهَاتٌ لَا يَعْلَمُهَا كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ فَمَنْ اتَّقَى الْمُشَبَّهَاتِ ‏ ‏اسْتَبْرَأَ ‏‏لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ وَمَنْ وَقَعَ فِي ‏ ‏الشُّبُهَاتِ وقعَ في الحَرامِ‏ ‏كَرَاعٍ يَرْعَى حَوْلَ ‏ ‏الْحِمَى ‏ ‏يُوشِكُ أَنْ ‏ ‏يُوَاقِعَهُ ‏ ‏أَلَا وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ ‏ ‏حِمًى ‏ ‏أَلَا إِنَّ ‏ ‏حِمَى ‏ ‏اللَّهِ فِي أَرْضِهِ ‏ ‏مَحَارِمُهُ ‏ ‏أَلَا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ ‏ ‏مُضْغَةً ‏‏إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ»( متفق عليه، مشكوٰة، كتاب البيوع، باب الكسب، ۲۷۶۲ حديث).

ژباړه : حلال او حرام دواړه څرګند دي. خو د دې دواړو په منځ كي داسي شيان دي چي يو بل ته ورته دي او د حلال بللو او حرام بللو په هكله يې اشتباه كيږي. دغه شيان ډېر وګړي نه پېژني. نو چا چي له دغسي شبه ناكو شيانو څخه ډډه او پرهېز وكړ خپل دين او عزت يې وساتى او ويې ژغورى. او څوك چي په شبهاتو اخته سو، هغه په حرامو كي ولوېدى، د هغه مثال د هغه چوپان دى چي د ممنوعه ( قورغ ) څړځاى پر شاوخوا څاروي پيايي او نژدې وي او احتمال ولري چي دغه قورغ څړځاى ته ورننوزي. پوه سئ چي هر پاچا ته قورغ څړځاى وي او د خداى قورغ څړځاى په ځمكه كي د هغه محارم دي.

پوه سئ چي په بدن كي د غوښي يوه ټوټه ده. كله چي دغه ټوټه په معاصيو، شهوتونو او شبهو كي له لوېدو څخه سپېڅلې سي او سلامته پاته سي ټول بدن به ورسره روغ او سپېڅلى سي. او كه دغه ټوټه فاسده سي ټول بدن به ورسره فاسد سي. پوه سئ چي دغه ټوټه زړه دى.

په دې اړه كتابونه وايي چي د مشتبه شيانو او چارو څخه د ځان ساتني نوم تورع دى او دا تورع( پرهېز، احتراز او ډډه كول) انسان پر صحيح طريقه روزي. د رسول صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دي:«لَا يَبْلُغُ الْعَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنْ الْمُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَرًا لِمَا بِهِ الْبَأْسُ».( ترمذي، كتاب صفة القيامة، ۲۴۵۱ حديث، ابن ماجه، كتاب الزهد، باب الورع والتقوى، ۴۲۱۵ حديث ). يعني: يو بنده تر هغو پرهېزګاره كېدلاى نه سي، څو هغه شيان چي پروا ونه لري، له دې بيري چي پروا به ولري، پرې نه ږدي.

دغه راز په يوه صحيح حديث كي راغلي دي چي حضرت حسن بن علي رضي الله عنهما وايي: حَفِظْتُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ» ( مسند احمد۱/ ۲۰۰ مخ، ترمذي، كتاب صفة القيامة، ۲۵۱۸حديث، نسائي كتاب الاشربه، باب الحث على ترك الشبهات، ۵۷۱۱ حديث ). يعني : ما له رسول صلی الله عليه وسلم څخه دا خبره په ياد كړې ده چي كوم شى چي تا په شك كي اچوي هغه پرېږده او هغه څه غوره كړه چي په شك كي دي نه اچوي.

بل حديث دى : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم « إِنَّهُ لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ النَّارُ أَوْلَى بِهِ » ( مشكوٰة، كتاب البيوع،۲۷۷۲حديث).

ژباړه : رسول صلی الله عليه وسلم ويلي دي: هغه غوښي چي له حرامو خوړو څخه يې وده كړې وي جنت ته نه ننوزي. او هري غوښي چي په حرامو وده كړې وي اور يې وړ دى.

د رسول صلی الله عليه وسلم له احاديثو څخه مو پورته څو حديثونه له دې امله نقل كړل چي پوهانو ته صرف يوه اشاره غوندي سي.

اوس دي نو هغه خلك چي پر حلاله او حرامه يې نه دي، بلكي ان د كفارو په ملګرتيا او پلوي خپل مسلمان وروڼه وژني، دوى ورته ګوري او امريكايانو او اروپايانو غوندي زبرځواك سره كفار په مډرنو او پر مختللو كمپيوټري الوتكو او وسلو مسلمانان بمباردوي، بې ګناه ښځي، ماشومان او بوډاګان په ډله ييزه توګه كشتاروي او غوښي يې پاش پاش كوي، كورونه او كښتونه يې ور وجاړوي، په سپينو پښتنو ښځو او كورونو كي تلاښۍ كوي او يا دوى پخپله غلاوي كوي، د خپلو افغانانو ماشومان او عزيزان تښتوي، د مسلمانانو مالونه او حقوق خوري او تلفوي، سود او حرام خوري، جعلي شيان له بهره راوړي يا يې خپله جوړوي يا د نورو سره د دغسي شيانو په را ايستلو او خرڅولو كي كومك كوي، د مسلمانانو د غوښو او وينو په بيه له بهره را غلي پيسې په خپلو جېبو چيخي، اختلاس او بډو ته يې ملاوي تړلي دي، يا د خپل ولس او خلكو سره د پردو كافرو او بې دينو غليمانو په پلوي او ګټه ټګي، خيانت او غداري كوي پخپله دي فكر وكړي چي دوى څه كوي آيا خپل قبرونه خپلو ځانو ته د جنت بڼونه جوړوي كه د دوږخ كندي؟

فاعتبروا يا اولي الابصار !

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د