ناروغ ته دعاء کول

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې یو مسلمان ناروغ شي په نورو نېږدې مسلمانانو حق لري چې د هغه پوښتنې ته ورشي د هغه حال وګوری ، هغه ته تسلي ورکړي ، کله چې د هغه پوښتنې ته ورشي هغه ته د صحت او عافیت دعاء کول هم سنت دي د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی فرمایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل اهل نه د ځینو پوښتنه کوله په ښي لاس یې مسح کولو او ویل یې: اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ أَذْهِبِ البَاسَ، اشْفِهِ وَأَنْتَ الشَّافِي، لاَ شِفَاءَ إِلاَّ شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لاَ يُغَادِرُ سَقَمًا . صحیح البخاري

د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایل یې هېڅ یو مسلمان بنده داسې نه وي چې هغه د یوه داسې ناروغ پوښتنې ته ورشي چې اجل یې نه وي را رسېدلی او هلته اوه ځله ووایي : أَسْأَلُ اللَّهَ العَظِيمَ رَبَّ العَرْشِ العَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ مګر الله جل جلاله هغه ته شفاء ورکوي . سنن الترمذي

که دا دعا ګانې د انسان نه زده کیږي نو بله اسانه د دعاء لاره یې دا ده چې صرف دومره دعاء ورته وکوې چې یا الله جل جلاله فلاني ته شفاء ورکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم یو وخت ناروغ ته صرف همدومره دعاء کوله د حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دده پوښتنې ته راغلو او دی ناروغ وو نو یې دری ځله وفرمایل : اللهُمَّ اشْفِ سَعْدًا، اللهُمَّ اشْفِ سَعْدًا (اې الله جل جلاله سعد ته شفاء ورکړې) . صحیح مسلم

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د