له خپلو مېرمنو سره د محمد صلی الله علیه وسلم چلند

madineزموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم داسې صفتونه لرل چې نور خلک يې نه لري ، که څه هم هغه د نورو په څېر بشر و ، د هغه ژوند د انسانیت لوړې زدې کړې دي ، له دغه زدکړو او نمونو څخه يې د خپلو مېرمنو سره ښه تعامل و ، د هغه له ژوند څخه مو هغه څه راخيستې چې د نن سبا مېړنو ته ته په کار دې چې عمل پرې وکړي.

له خپلو مېرمنو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعامل

الله پاک خپل پيغمبر ته ځېنې ځانګړنې او خصوصيتونه ورکړي و چې له هغې نه یو د څلورو نه زیاتو مېرمنو سره واده و، چې د شرعي او دعوتي موخو پراساس رامنځ ته شوي چې ځينو کتابونو دغه ځانګړنې ته پاملرنه کړې ده ، د هغه صلی الله علیه وسلم مېرمنې دا وې : خديجة بنت خويلد، وسودة بنت زمعة، وعائشة بنت أبي بكر، وحفصة بنت عمر، زينب بنت خزيمة الهلالية، أم سلمة بنت أبي أمية المخزومية، زينب بنت جحش، جويرية بنت الحارث المصطلقية اوأم حبيبة رملة بنت أبي سفيان.

:له خپلو مېرمنو سره مينه او اخلاص:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو مېرمنو سره ډېره مينه او اخلاص کاوه ، کله چې ترې عمروبن العاص پوښتنه وکړه : تا باندې څوک ډېر ګران دي؟ هغه وويل: عائشه په دې نه خجالته کېده چې خلک به سبا ته په هرځای او په هر وخت کې دا خبره کوي چې په محمد عائشه ګرانه وه ، د خپلو مېرمنو سره يې مينه او اخلاص پاله، کله چې عائشې هڅه وکړه چې د هغه په زړه کې د خدېجې مقام معلوم کړي نو هغه په نيکو یاده کړه ويې ويل: هغه مهال يې راباندې ايمان راوړه چې ټولو رانه مخ واړو ، ريښتونی یې کړم او نورو دروغجن کړم ، خلکو راباندې اقتصادې بنديزونه ولګول او دې رانه خپله شتمني قربان کړه ، الله ترې نارينه اولاد راکړ. په دې کې د هغو خلکو لپاره ډېر ستر پیغام دی چې د خپلو مېرمنو په سرښندنو او قربانيو خاورې اړوي .

د خپلو مېرمنو سره ښه معاشره او د هغوی درناوي :

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو مېرمنو سره ډېر ښه ژوند کاوه ، هڅه به يې کوله چې د خپلو مېرمنو زړونو ته خوشالي او خوښي راوړي ، ورسره کيني ، خواړه ورسره وخوري ، خبرې ورسره وکړي ،ټوکې ټکالې ورسره وکړي ، مشوره ترې وغواړي ، خبرو ته يې غوږ ونیسي ،مرسته ورسره وکړي ، ډاډ ورکړي ، او د هغوی له خطاګانو او تېروتنو تېر شي ، تر څو د الله په دې وينا عمل وشي :

(( وعاشروهن با المعروف)) النساء ۱۹په ښه طریقه ورسره ژوند وکړئ

هم دا و چې عائشه يې د احباشو ګډا ته چې د مسجد نه د باندې يې کوله راوغوښته ، خپل مخ يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوږه کېښود او هغه په څادر پټه کړه ، ډېر وخت همداسې ولاړه هغه به ورته ويل: مړه نه شوې؟ هغې به ويل : نه ، تر دې چې لوبه پاې ته ورسېده او دوی کور ته راستانه شول .

په يو بل ځای کې يې له خپلې مېرمنې ام سلمه نه مشوره وغوښته دا نو د صلح الحديبې له تړون وورسته وه کله چې اصحابو له سر خرولو او مالونو قربانولو څخه انکار وکړ ، هغې ورته وويل ته خپل سر وخروه او مال حلال کړه نو ټول به په تا پسې شي ، د هغې مشوره يې ومنله او ټولو اصحابو مالونه حلال او سرونه وخرول .

او کله چې يې صفيه مېرمن مسجد ته د رسول الله د لېدو په موخه راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې متعکف و ، د بېرته راتلو پرمهال ورسره د مسجد نه د باندې راووت يواځې د هغې عزت او درناوۍ په خاطر یې دغه کار وکړ .

اوهمېشه به یې خلکو ته د ښځو سره په ښه چلند امر کاوه ويل به يې : هيڅ مومن باید په مومنه مېرمنه باندې په غوسه نه شي ، که يو کار يې خراب وکړ بل خو به یې ښه کړی وی ، او په حدیث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله مېرمن نه ده وهلې .

د خپلو مېرمنو سره د ښه چلند او د هغوی درناوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه وينا کې ښکاري: ستاسې غوره هغه څوک دی چې له خپلې مېرمنې سره غوره چلند وکړي ، او زه له تاسې نه د خپلې کورنۍ سره غوره چلند کوم

د مېرنې حقونو ته پاملرنه:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل هڅه کوله چې د خپلو مېرمنو مادي او معنوی حقونه پوره کړي ، نفقه ،ځای ، بستر، خوراک او پوښاک او دېته ورته چې مېرمن ورته اړتیا لري ورپوره ککړ څو د الله تعالی په دغه ایات عمل وشي : (( وعلی المولود له رزقهن وکسوتنه با المعروف)) البقره ۲۳۳ ژباړه: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (موراو ماشومو) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :که يومېړه خپلې مېرمنې ته اوبه ورکړي ثواب يې وګاټه ، او مسلمانانو ته يې په دې زیری ورکړ چې په خپلې کورنۍ باندې نفقه ترټولو زیات ثواب لري : ترټولو لويه نفقه هغه دينار دی چې په خپلې کورنۍ دې مصرف کړ.

له خپلو مېرمنو سره به يې ټوکې هم کولې چې خوشاله يې وساتي ، يو ځل يې خپلې يوې مېرمنې ته لوي کميس راوړه په ټوکه يې ورته وويل : وايې غونده د الله ستاينه وکړه او لمنه دې د طاوس د لکۍ په څېر په ځان پسې راکاږه.

د خپلو مېرمنو پوښتنه به يې کوله ،پاملرنه به ېې ورته کوله ، ډاډ به يې ورکاوه ، مهرباني به يې پرې کوله له خپلې مېرمنې سره به په يوه بستره کې وېده کېده او دينې چارې به يې ورښودلې ، نصیحت به يې ورته کاوه ، د خیر لارې ته به يې هڅولې ، عائشې ته يې وويل که د قدر شپه دې ولېده نو ووايه : ای الله ته بخښونکی یې ما ته بخښنه وکه .

د اسلام له لوړو اصولو نه يو دا دی چې ښځه يې د سړي برخه وګرځوله ، همدا اصل و چې عائشه په خپل کور کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند داسې تمثيلوي : هغه به په کور کې په خپل لاس کار کاوه ، لکه څنګه چې یې تاسې کوئ ، د خپلې کورنۍ خدمت به يې کاوه ، خپلې جامې به يې ګنډلې ، ګډه به يې لوشله او خپل کار به يې په خپله کاوه.

لیکنه: شرر صافی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.