دیني، سیرت او تاریخ

په خپل حال شکر وباسئ!

لطف الله “یوسفزی”

يوه غريب سړي ډېر خلک ولیدل چې، د اختر په ورځ یې بېلا بېل نعمتونه خوړل؛ خو کله چې کور ته ولاړ؛ نو مېرمنې يې (مم پلي) ورته کېښودل، غريب سړی ډېر خواشينی شو، خپلې میرمنې ته یې وويل: ”ټول خلک رنګارنګ خواړه خوري؛ خو موږ د اختر په ورځ (مم پلیو) ته ناست يو“.

مم پلي‌ يې خوړل او پوستکي یې له کړکۍ څخه دباندې غورځول؛ څه وخت وروسته له کور څخه راووته چې، ګوري يو بل بېچاره کس دده غورځول شوي د (مم پلیو) پوستکي ټولوي او خوري يې او وايي چې، ”ټولې ستاينې د هغه الله لپاره دي چې، ماته يې له کوم تکليف څخه پرته رزق راکړ“.

نو غريب کس د دې حال په ليدلو سره ډېر زيات حيران شو او ويې ويل: ”يا رب! يا رب! زه راضي يم، زه راضي يم. تا لره دې حمد او ثناء وي.

ګرانو ورونو او خویندو!

دا مونږ او تاسې ټولو لپاره يو په زړه پورې نصيحت دی، چې بايد د الله جل جلاله په راکول شوو نعمتونو قناعت او صبر وکړو چې، پدې سره به پر مونږ الله تعالى نورې پېرزوينې هم وکړي. لکه څنګه چې الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ إبراهیم) په اووم (۷) نمبر آیت کې فرمایلي دي:

-«وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ»

ژباړه:

-او په ياد ولرئ، ستاسې رب خبردار کړي واست چې، كه شكر وباسۍ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړۍ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.

که فکر وکړو په دنیا کې له هر مالدار څخه بل مالدار پیدا کیدای شي او له هر بیچاره څخه بل بتر بیچاره پیدا کیدای شي.

په نړۍ کې له هر ښه نه ښه، بد نه بد، خوشحال نه خوشحاله، خفه نه خفه پیدا کېږي، چې په هر حال شکر ویستل د الله تعالی امر پر ځای کول دي.

که ته د دې لپاره خفه یې چې، پیسې نه لرې؛ نو په دنیا کې داسې خلک شته چې، سترګې او پیسې دواړه نلري، که ته یو لاس نه لرې، داسې خلک شته چې، دواړه لاسونه نه لري، او داسې خلک هم شته چې، دواړه لاسونه او دواړه پښې نه لري، داسې انسانان هم شته چې له عقل څخه محرومه دي، د لیونتوب شپې ورځې سبا کوي؛ نو په خپل حال شکر وباسه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x