
اسلام اباد: قاضي د مظاهره چيانو او حکومت تر منځ د پوځ پر منځګړيتوب پارېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اسلام اباد د مرافعې محکمې قاضي شوکت عزيز صدیقي د حکومت او مظاهره چيانو د شوې هوکړې په منځګړيتوب غوسه شوی او زياتوي، چې د پوځ د سرلښکر شخصي حيثيت څه دی، چې له قانونه سرغړونه کوي او د حکومت د مشر د منلو پر ځای د درېيمګړي رول ادا کوي.
قاضي صديق د حکومت پر ضد د روانو احتجاجي مظاهرو د قضيې اورېدو پر مهال وويل، چې د هېواد خپلې ادارې د نظام پر ضد کار کوي او که پوځي چارواکي د سياست شوقيان وي، نو له خپلو دندو دې استعفا ورکړي، سياست ته دې راشي.
د اسلام اباد د مرافعې قاضي د احتجاجي مظاهرو د قضيې اورېدو پر مهال د کورنيو چارو وزير احسن اقبال ته وويل، چې د لوی درستیز حيثيت څه دی، چې د درېيمګړي رول لوبوي او له رياست سره به تر څو دا کيسې روانې وي.
قاضي شوکت عزيز صدیقي زیاته کړه چې د پوځ دا فعاليتونه ورته د منلو وړ نه دي، چې د قانون ساتونکو او ماتوونکو تر منځ د درېمګړي رول لوبوي.
دغه قاضي د ای ايس اي سيمه ییز مشر عرفان شکیل ته وويل، چې پوځيانو ته خامخا قهرماني خوند ورکوي؟ او زياته يې کړه، چې پوځ دې خپل حد کې واوسي.
قاضي پوښتنه وکړه، چې پوځ د نظام برخه ده، نو څه ډول د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ درېيمګړتيا کوي؟
قاضي صديقي دا هم ويلي، چې د دغه ډول څرګندونو له امله زما ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي، يا به وژل کېږم او يا هم تري تم کېږم.
دغه قاضي وويل، چې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد ردالفساد عمليات کېږي، نو پوځيانو ته د اسلام اباد مظاهره چیان او قانون ماتوونکي ولې نه ښکارېدل؟
قاضي صديقي دا هم وويل، که دغه سيمه کې پوځي قرارګاه وای، بيا به هم مظاهره چيانو دغلته احتجاجي ناستې کړې وای؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د کورنيو چارو وزير احسن اقبال وويل، چې د دې ځواب دې مظاهره چيان ووايي.
اسلام اباد کې د لبیک يا رسول الله ګوند له تېرو ۲۲ ورځو راهيسې د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې وې، چې نن د حکومت او مظاهره چيانو تر منځ د مذاکراتو په پایله کې احتجاجي ناسته پای ته ورسېده
د مذاکراتو له کاميابۍ وروسته د لبیک ګوند مشر سردار حسين رضوي رسنيو ته وويل، چې دوی د لوی درستيز جنرال قمر باجوه ډېره مننه کوي، چې د دوی او حکومت تر منځ يې د دريمګړي رول ادا کړ او د جنرال فيض حميد په نوم يې خپل استازی د دواړو لوريو ترمنځ د روغې لپاره لېږلی و.