افغانستان

تخار: د ۱۲۰ځپل شويو کورنيو لپاره نوی ښار ګوټی جويږي

نن ټکی اسيا: د تخار ولايت محلي چارواکي وايي چې، تېره اوونۍ د دغه ولايت رستاق ولسوالۍ خواجه خيرات سيمه کې د ډېرو ورښتونو له امله يو کلی په بشپړه توګه د ځمکې لاندې شوی و او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، دوی ورته د ۱۲۰ کورنو په اندازه يو نوی ښارګوټی جوړوي.
د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور وايي چې، ۱۲۰ هغو کورنيو ته چې، تېره اونۍ يې د ورښتونو له امله خپل کورنه له لاسه ورکړل، دوی ورته نوی ښارګوټی جوړوي.
تيمور وايي چې، دغه ښار ګوټی به د تخار ولايت دشت قلعه ولسوالۍ کې جوړيږي.
د يادونې وړ ده چې، تېره اونۍ د تخار ولايت رستاق ولسوالۍ خواجه خيرات نومې سيمه کې د ډېرو ورښتونو له امله يو کلی د ځمکې لاندې شوی و؛ يو شمېر خلک يې مړه او ګڼ ژوبل شوي وو. دکلي پاتې خلک د سيمې نژدې غره ته ختلي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x