fbpx

ارمان / الیاس فاتح

الیاس فاتح

راشه دبلبل زړه ارغوان مې شه
درد راځينې پورته کړه درمان مې شه

وښيه د ژوند خوږې شېبې راته
ځان مې شه چشمان مې شه جانان مې شه

زه لکه د للمې ګل په تا ژوندى
ته مې له جل وساته باران مې شه

زه په هره شپه ګورم دستا مخ ته
ته هم دسر ستورى داسمان مې شه

دا طالب مجنون ژوند به دروبښم
ته د ازادۍ ليلا ارمان مې شه

سم به دې د زړه تارو کې ونغاړم
سم د ليوني شاعر قربان مې شه

زه به دې د پښو پلونه امت ته شم
ته د خپلواکۍ فاتح کاروان مې شه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د