ورزش

کرکټ: د هند ورو توپ اچونکي نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د هندوستان کرکټ ورو توپ اچونکي “روي چندرن ایشوین” په ۵ ورځنی لوبه کې د چټک ۳۰۰ لوبغاړو سوځولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ، ده دغه کارنامه د سري لنکا لوبډلې پر ضد په دوهمه ۵ ورځنی لوبه کې ترسره کړه.

۳۱ کلن ایشوین چې د نړیوالو ښه توپ اچونکو په سر کې شمیرل کیږي، نن د هندوستان په ناګپور ښار کې د سري لنکا پر ضد په ۵ ورځنی لوبه کې چټک ۳۰۰ لوبغاړي وسوځول، نوموړي ته ددغه ریکارډ جوړولو لپاره ۸ ویکټې پاتې وې، چې د سري لنکا پر ضد یې ښه توپ اچونه وکړه، اته لوبغاړي یې وسوځول او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

نوموړي په ۵۴ پنځه ورځنۍ لوبو کې د ۱۰۱ اننګز په لوبولو سره دغه ریکارډ جوړ کړ، ده ۳۰۰ لوبغاړي په ډیرو کمو لوبو کې وسوځول چې له کبله یې ۳۶ کاله وروسته نړیوال ریکارډ دده په نوم شو.

تر ده دمخه دغه ریکارډ د استرالیا تیز توپ اچونکي “ډینس لیلي” سره و چې هغه په ۵۶ پنځه ورځنی لوبو کې ۳۰۰ لوبغاړي سوځولي و.

د یادونې وړ ده چې ایشوین په ۳۰۰ لوبغاړو سوځولو کې پنځم هندی توپ اچونکی دی، سربیره پر دې نوموړي په ټولو نړیوالو لوبو کې تر ۵۰۰ ډیر لوبغاړي سوځولي دي.
نوموړی په ۲۰۱۶ میلادي کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کال غوره لوبغاړی نومول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x