دیني، سیرت او تاریخ

بنسټپالنه، یوه غرب ساخته اصطلاح

مولوي محمد یعقوب

انتهاپسندي، زوړ پالنه یا بنیادپرستي د بنسټپالنې لپاره بیلابیل تعبیرونه دي. بنسټپالنه په لغت کې پر ځینو اصولو او قوانینو ټینګار ته ویل کیږي د لغوي معنی په لحاظ بنسټپالنه یو عام مفهوم دی چې په ډیرو شیانو یې اطلاق کیږي د بیلګې په ډول هر هیواد خپل خپل ځانګړي اصول او قوانین لري چې د هغو په پلي کیدو ډیر زیات ټینګار کوي. له همدې امله باید چې هر هیواد بنسټپال یا انتهاپسند وبلل شي ځکه چې د بنسټپالنې لغوي معنی چې ټینګار پر اصولو او قوانینو ده مصداق یې په هر هیواد کې شته. بلکې لا دا چې په دې اساس هره اداره، تنظیم او د هرې مفکوری خاوند هم باید چې بنسټپال وبلل شي ځکه چې د دوی ټولو ټینګار پر خپلو اصولو او مقرراتو شته او که بنسټپالنه یواځي پر مذهبي احکاماتو ټینګار ته ځانګړي شي بیا خو یواځي مسلمانان نه بلکي د ټولو ادیانو پیروان باید چې بنسټپال وبلل شي ځکه چې هر مذهب خپل ځیني داسي اصول او احکامات لري چې پر هغوي ټینګار په هماغه مذهب کې شوی دی، لکه د عیسوي مذهب له هدایاتو سره سم په کلیسا کې د یکشنبې د ورځې عبادت ( ذکر او دعا) چې لازمي ګڼل کیږي.

همدارنګه د اسلام په مبارک دین کې هم ځیني داسي احکامات شته چې پر هغوی عمل لازمي ګڼل شوی دی، لکه د فرضو، واجبو او موکده سنتو کول او یا د حرامو او مکروهاتو نه کول. او ځیني نور بیا داسي احکام هم شته چې پر هغوی بیا عمل ضروري نه دی لکه نفل، مستحب او مباح. او که د بنسټپالنې نسبت هغه خلکو ته وویل شي چې دوی د مذهبي احکامو په پلي کیدو کې ټینګار کوي بیا هم یواځي په اسلام کې نه بلکي په ټولو مذاهبو کې داسي خلک شته چې د دوی پر دې ډیر ټینګار وي چې مذهبي احکام باید پلي او نافذ شي په دې لړ کې په لومړي کتار کې مذهبي مشران دي ځکه چې د دوی تر بل هر چا زیات پر دې ټینګار وي چې دیني احکام نافذ شي. مذهبي مشران یواځي په اسلام کې نه بلکه په هر دین او مذهب کې شته، د یاد ټینګار له امله باید چې ټول مذهبي مشران بنسټپال او انتهاپسند وبلل شي، هغه که د عیسویانو پاپان یا راهبان وي او یا هم د هندوانو پندټان. او که د بنسټپال اطلاق پر هغه چا وشي چې هغه خپل نظریات او مذهبي احکامات پر نورو تطبیقول غواړي بیا هم په دی لړ کې ډیر خلک په دی بنسټپالنه ښکیل راځي

څه وخت مخکي د هندوستان حکومت د مذهبي مشرانو په غوښتنه یو قانون جاري کړ چې د غوایي غوښه یې بالکل ممنوع ګرځولې وه، د غوایي دغوښې حرمت یواځي په هندو دین کې دی په داسې حال کې چې په هندوستان کې دنورو ادیانو پیروان هم ژوند کوي، نو پر هغوی ولې دا قانون پلی کیږي. د اسلام په مقدس دین کې هیچا ته د دې اجازة نشته چې هغه اسلامي حکمونه د نورو ادیانو په پیروانو تطبیق کړي. د دې مثال اسلامي حکومتونه دي دوی هیڅکله هم اسلامي احکامات پر هغه خلکو نه دي تعمیل کړي چې د دوی تړاو له نورو ادیانو سره وي مثلا اهل ذمه (هغه کافر چی د اسلامي هیواد تبعه وي) ته د شرابو او د خنزیر د غوښې اخیستل، خرڅول او د استعمال اجازة شته لیکن د مسلمانانو د پاره منعه دي ځکه چې یادڅیزونه یواځي د مسلمانانو لپاره حرام دي نه د نورو د پاره.

خلاصه دا چې بنسټپالنه په هر مذهب او په منونکیو کې یې شته خو دغه تور یواځې پر اسلام او مسلمانانو له دې امله لګول کیږي دلویدیځو رسنیو دا هدف دی چې مسلمانان له دین څخه لیري او پردي شي، دې موخې ته د رسیدو د پاره دوی په بیلابیلو تګلارو عمل کوي کله دمسلمانانو د مقدساتو توهین او سپکاوی کوي لکه قرانکریم یا پیغمبر(صلی الله علیه و سلم)کله د اسلامي احکاماتو غلط تاویلات وړاندي کوي، کله بیا د بې ځایه پروپاګند د خپرولو په ذریعه د مسلمانانو د بد نامي هڅې کوي او کله بیا دبیلابیلو تورونو په لګولو دا کوښښ کوي، چې دعامو مسلمانانوپه اذهانوکې دځینو اسلامي احکامو په اړه تشویش ورواچوي.

نو د نتیجې په توګه ویلای شو چې د غربي رسنیو لخوا واقعي مؤمنانو ته د بنسټپال اصطلاح د یوه پیغور په حیث کارول یوه ناموجهه کړنه ده، ځکه بنسټپالنه که خپلو اصولو ته د التزام په معنی شي نو دا یوازې مسلمانان نه دي. بلکې د نړۍ هر انسان خپلې عقیدې او فکري کرښو ته ملتزم دی او په هغه ټینګار کوي.

د اسلام له نظره په خپلو اصولو ثابت پاته کیدل کوم تور یا پیغور نه دی، بلکې یو ستر فضیلت دی. بناء ویلای شو چې د اوس زمانې ښه مسلمانان هغه دي چې غربي رسنۍ ورته د بنسټپالو اصطلاح کاروي.

په اخر کې له الله جل جلاله څخه غواړم چې دامت مسلمه ځوان قشرته دا توفیق ورکړي چې په هرمیدان خصوصاد ابلاغ او نشریاتو په ډګر کې خودکفیله شي تر څو د غربي رسنیوله زهرجنوتبلیغاتونه دعامومسلمانانوا​ذهان وساتي. و ما ذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

یعقوب صاحب ، ستاسی لیکنه په ځای او په حقایقو ولاړه لیکنه وه الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه داچه : دا یو منلی حقیبت دی چه په ځینو مسایلو کی لکه ادیانو ، قومونو ، هیوادونو ، حتی ګوندونو او حتی کورنیو کی ځینی قوانین او قیودات د تل د پاره شتون لری خو که دغه قیودات د زمانو په تیریدو او شرایطو په بدلیدو په کورنیو، ګوندونو ، قومونو او هیوادو کی بدلون هم کوی په عباداتو کی دغه بدلون ځکه نه شی راتلای چه د عبادت منبع ( الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x