شعـــــرونه

غزل – جمال ثاقب

اخر به مې رڼا دا تروږمۍ کړي دوعاګانې
له ما سره چې ستوري او سپوږمۍ کړي دوعاګانې

ملګرو زه به څنګه بدې ورځې سره مخ شم؟!
چې هر لمانځه نه پس راته مورکۍ کړي دوعاګانې

د خپل شهید لالي مزار ته غریو ده نیولې
آ پورې خړ زیارت کې یوه جینۍ کړي دوعاګانې

خاونده یمه څه په عجیبه زړګي اوښتی!
د سر دښمن ته هم دلۍ دلۍ کړي دوعاګانې

دا څوک به یې په زړه وي چې زاریو باندې سر ده؟!
په نیمه شپه کې رب ته لېونۍ کړي دوعاګانې

که خدای کول نو زه به یې امیر شمه ثاقبه!
اوس ماته دټول کلي جینکۍ کړي دوعاګانې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x