ورزش

د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ لوبه په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي

د افغانستان او عربي اماراتو تر مینځ څلور ورځنۍ لوبه په ۲۹مه نیټه د پنجشنبې په ورځ په شیخ زید کرکټ لوبغالي ابو ظهبۍ کې ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به د دوی د رسمي ویبپاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

افغانستان چې د ۱۰۱ نمرو سره د جدول په سر کې دی، د لوبې په برابرولو او یا هم ګټلو سره به په دغو لوبو اتل شي.

ایر لینډ چې د ۸۹ نمرو سره په دوهم نمبر دی له سکاټ لینډ سره په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې لوبیږي.

افغانستان به په ګټلو سره ۲۰ نمبرې تر لاسه کوي خو که د لوبې په برابریدو سره ۱۰ نمبرې هم واخلي ددغو سیالیو اتل کیږي، د بایللو په حالت کې هم ایرلینډ تر افغانستان مخکې کیدی نشي خو که چیرې ایرلینډ له ۱۰ څخه زیاتې نمبرې وانخلي، د افغانستان لپاره ګټل ځکه مهم دي چې دوی به په دغه جدول کې خپل نوم پوخ کړي.

ژوندۍ بڼه په دغه ویبپاڼه کې کتلای شئ. Icc-cricket.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x