شعـــــرونه

غزل – دزړو سودا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

دزړو سودا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

لکه دعا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

د وصال وخت کي پر تندي دا څورلس کرښي څه له؟
دغه ادا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

دا خو له درده، له بېلتون او له غمه وله
کنه ژړا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

په ترنم چي دي فضا نن سندریزه کړله
سندره ستا په صداقت باندي د زړه خوند کوي

د شعر رنګونه مي ساده دي خو چي ښکلي ښکاري
صادقه! زما په صداقت باندي د زړه خوند کوي
::::::::::::::::::::
صدیق الله صادق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx