دیني، سیرت او تاریخ

محمدي انقلاب

محمد ادریس وردګ: نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

انقلاب یو تاریخی حقیقت دي، چی قومونه، سیمی، خلک، او په ځینی حالاتو کی نړی بدولوی.

بدلون (انقلاب) علمي هم کیدی شی، همدارنګه ساینسی، کلتوری…او نور، خو بالعموم انقلاب او بدلون هغه عمل ته ویل کیږی چی حکومتونو او وګړو ته په سیاسی، اقتصادی، او ټولنیزه توګه بدلونونه راوړي، خلک د یو حالت نه بل حالت ته واړوی او د انسانانو ژوند بدلون و مومي.

که وګورو د انسان ژوند په دوو برخو ویشل شوي، چي یو يي ټولنیز او بل انفرادي دي، ویلي شو چی انفرادي ژوند په خپله غیږ کي عقیده، مذهبی رسومات، کلتور، او مختلف عبادات نغاړي، همدارنګه ټولنیز ژوند د سیاسی، اقتصادي، راکړی ورکړي، حکومتي او تمدني ژوند څخه عبارت دي.

نن ورځ په نړي کي په انفرادي ژوند کي انسان آزاد او هر رنګه عقیده خپلول د انسان حق بلل کيږي، هغه که د یو الله عزوجل بندګي وي، که بت، غوا، او لمر ته سجده لګول، اور، سپوږمی او توفان خپل معبود ګرځول وي، او یا هم لا دینه پاته کیدل وي، همدارنګه که خپل غم او ښادي په مسجد، مندر او کلیسا کي لمانځي او که خپل مړی سوځي، خښوي، د ښتوکي يي غورځوي او که قبرو کی يي دروي، نړیوال تري خپل ظالمانه نظام ته کوم خطر نه احساسوي.

خو په ټولنیز ژوند کي هیڅ انسان (بلکه د انسان په ځای که د مسلمان کلمه وکارؤ نوره به هم ښه وي ځکه چی اسلام یوازیني دین او نظام دی چی د ژوندانه هر اړخ پکي څیړل شوي، نه کوم بل مذهب) دا حق نلري چی د خپلی نظريي، او دین له مخي د هغه سیاسی، اقتصادي او ټولنیزي نظريي په مخ ودریږی کوم چی د سیکولرزم یعنی لا دینیت په ستنو ولاړه او د اسلامی اصولو خلاف وي.

همدلته څرګندیږی د دین او مذهب فرق هغه دا سي چي که فکر وکړي په اروپا او امریکا به ډیر کم ولیدل شی بلکه د نشت په معنی به یی را واخلو چی یو مسلمان دی یا د اسلام په دعوت، یا د لمانځه په اداء کولو، یا مسجد جوړولو، یا سنت پګړی تړلو او یا په تلاوت کولو ځورول شوي وي، خو برعکس که د اروپا او امریکا څخه په زرهاؤ کیلومیتره لري هم یو مسلمان د اسلامی نظام، یا په سیاست او حکومت جوړونه کي د اسلامي قانون پلی کیدو غوښتنه وکړه، او یا یی هم د حدودو د عملی کولو او په اقتصادي نظام کي د اسلامی قوانینو مراعات کول او سودي نظام ختمول….. وغوښتل غربیان او امریکایان به يي په یو او بل نامه تورنوي تر څو يي د ډرون، جیټ او بی۵۲ د بارودو خوراک کړي.

ځکه خو به بوش ویل چي موږ تیار یو چی اسلام د یو مذهب په نامه ومنو لکه نور (هندویزم، بودیزم، آتش پرست) مذهبونه، نه د دین په نامه چي زموږ د ژوندانه په هر اړخ کي مداخلت وکړي، هدف يي دا ؤ که مسلمانان خپل مذهبی رسومات او عبادات سرته رسول غواړي کومه خبر نه ده، خو که دوي (مسلمانان) اسلام د یو نظام په ډول غواړي دا موږ ته هیڅکله هم د منلو وړ نشي ګرځیدلي.

د غربیانو په اسلام باندي د مذهب په ډول هیڅ نیوکه نشته ځکه لکه مخکي مو چي وویل انفرادي اعمال لمونځ، اودس، روژه، نفل، دوي ته کوم زیان نه رسوي، بلکه یوازي څه چی دوی ته د زغملو وړ نه دي اسلام د ژوندانه مکمل رمز ګڼل، او د هغی احکام د دولت په کچه په ټولنیز، سیاسی او انفرادي ژوند کي عملي کول دي، ځکه خو په وارو وارو به د مکي مشریکینو رسول الله مبارک ته د سرو، سپینو او ډول ډول انعاماتو پیشکشونه کول، حتي که ده مبارک ته به يي ویل چی ته خپل عبادت کوه خو زموږ د سردارانو بد مه بیانوه او زموږ ځوانان د دوي په اصطلاح له لاري مه باسه خو ده مبارک به نه یوازي دا چی د دوي په بی ځایه خبرو باندي یی غور نه کاوه بلکي لا به يي په کلکه خپلی مبارزي او جهاد ته دوام ورکاوه.

راځو خپلی خبری ته چی رسول الله مبارک یو ټولنیز او نړیوال انقلاب په نړي کی راوست، هغه خلک چي لوڼي به يي ژوندي خښولی، ښځي به یی د بیماری په وخت کي د څارويو سره تړلي، آزاد خلک به یی غلامان ګرځول، سپین پوست ته به يي په تور پوست برتري ورکوله، د لسهاؤ انسانانو په وژني او قومي بدیو کي ښکیل خلک ؤ، خو رسول الله مبارک همدا خلک سیال، هوسا، آرام، او په خپلو کي سره وروڼه وګرځول، د دوي غم، ښادي، دوست او دوښمن يي یو کړل، چي کفری نړي هم دا ستر بدلون د انقلاب په نوم ونوماوه.

په بشري تاریخ کي تر ټولو ستر مذهبي بدلون په ۳۰۰ عیسوی کي ؤ چی د روم باچا د خپل ټول سلطنت سره عیسویت قبول کړ، د ده سلطنت په دریو براعظمو مشتمل ؤ، خو نړي دي ستر بدلون ته د انقلاب نوم ورنه کړ، او نه يي کومه بشري لاسته راوړنه وبلله، ځکه چي د ملک او امپراطوری سیاسي، ټولنیز، قانوني، او اقتصادي نظام تغیر نه ؤ موندلي او د پخوا په شان ؤ، نو ځکه هغه بدلون ته چی د انسانانو په ټولنیز ژوندانه باندي اثرات ولري انقلاب ویل کیږي نه انفرادي ژوند باندي.

د فرانس انقلاب په نړي کي ډیر شهرت درلودونکي دي او بیله شکه انقلاب ؤ خو صرف سیاسی انقلاب ځکه مذهب همغه پخواني عیسایت ؤ، او نه کومی نوي اقتصادي او ټولنیزي نظریي وجود راوړ، همدارنګه که د روس انقلاب ته چي په ۱۹۱۷ع کی منځ ته راغي یو اقتصادي انقلاب ؤ چي ټولي شتمني يي دولتي وګرځولي او انفرادي ملکیت يي ختم کړ، هغه ځانته یو بحث دي چی دي نظريي څومره زیانونه درلودل خو انقلاب ؤ.

دي انقلابونو ته په کتلو سره ویلي شو چی محمدي انقلاب یوازیني انقلاب ؤ چي د ژوندانه هر اړخ يي بدل کړ، دا یوازي زموږ عقیدوي جنون نه دي بلکه کفارو هم په دي باندي اعتراف کړي ( الفضل ما شهدت به الأعدآء)، ایم این رائي چی هندو کمیونیسټ دي په خپل کتاب ( د اسلام تاریخي کردار) کي وايي چی په دي کي هیڅ شک نشته چی د تاریخ تر ټولو ستر انقلاب رسول الله مبارک برپا کړ، نه مخکي له ده کوم بل ستر لیډر وجود درلود او نه به راشي، ډاکټر مائکل هارټ د ۱۹ پیړي په آخر کي یو کتاب د (سلو، ۱۰۰) په نوم لیکي په کوم کی چی ده د نړي په سطحه سل لیډران او مشران په درجه ذکر کړي چي په هغه کی ده د رسول الله مبارک نوم په لومړي شمیره راوستي او حضرت عیسي علیه السلام یی په دریمه شمیره ذکر کړي ده، هیره دي نه وي چی نوموړي لیکوال هم د مذهب له پلوه عیسوي دي خوه ده له حقایقو څخه سترګی نشوي پټولي، که څه هم دا کتاب ډير ژر د نړی ګوټ ګوټ ته ورسید خو د مذهبی تعصب کوونکو خاصتا د نصاراؤ له لوري ډير ژر ټول او ورک سو، د کتاب په هکله څه معلومات تاسی ته د ویکیپیډیا څخه شریکوم چي:

Michael Hart’s first book was The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History (1978), which has sold more than 500,000 copies and been translated into 15 languages.[8] The first person on Hart’s list was Muhammad, chosen over Jesus or Moses.[9][10] Hart attributes this to the fact that Muhammad was “supremely successful” in both the religious and secular realms.

د ویکیپیډیا د معلوماتو په اساس د نوموړي کتاب د چاپ په لومړي کال (پنځه سوه زره ټوکه) ټوکه خرڅ شوه، دا کتاب چي په (پنځه لس) ژبو ژباړل سوي دي، هارټ ( مایکل هارټ) پکښي لیکي چی محمد صل الله علیه وسلم د حضرت عیسي علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام نه هم د سیاسی، مذهبي او ولسي شخصیت په توګه مخکي ؤ، او ده مبارک ته يي د ډير زیات بریالي یا پوره بریالي لقب د ژوندانه په دواړو اړخو کي یعنی هم په مذهبي او هم په سیاسی او ټولنیز ډګر کي ورکړي.

نوموړي وايي که څه هم عیسي علیه السلام د مذهب، عبادت او اخلاقو له مخي یو عالي شخصیت ؤ، خو په سیاست، حکومت جوړونه، او فتوحاتو کي ده کوم ځانګړي رول نه درلود، همدارنګه سکندر مقدوني، چنګیز او نور پیاوړي شخصیتونه که د فتوحاتو او قدرت لاسته راوړني له طرفه نامتو خلک ؤ خو د اخلاقو، دین او کردار له مخي بیا صفر ؤ. نو ځکه یوازیني شخصیت رسول الله مبارک ؤ چي د هري نقطی او هري نګاه نه یو بالاتر او لوړ شخصیت ؤ.

په آخر کي وایم چی ریشتیا هم محمدي انقلاب یو ریښتیني انقلاب ؤ، د ژوند هر اړخ (سیاسی، مذهبي، کلتوري، ټولنیز،…) تري متأثره شول، هیڅ څیز د پخوا په شان پاته نه شو، هر څه بدل شول، د کلونو دښمنان سره وروڼه شول، تور او سپین په یو صف ودریدل، خلکو د ښځو حقوق و پیژندل، لوڼي د ژوندي خښیدو څخه وژغورل سوي، غلامان آزاد سول، قانون د خان او ګدا لپاره یو شو، د قانون حاکمیت ( الهی قانون) ومنل شو، هیڅوک هم د قانون څخه لوړ ونه ګڼل شول، د خلکو عزت، ناموس او شرف خوندي وساتل شو، د بیوزلو ، کونډو، رنډو، سپین ږیرو، یتیمانو او علماؤ حقوق خوندي وساتل شول، او ریشتیا چي دي مبارک په مسجد کي امام، په کور کي مهربان خاوند او پلار، په وطن کی یو پیاوړي حاکم، په محکمه کي قاضي، او په جګړه کي یو پياوړي قومندان ؤ.

نو اي د اسلامي نړي تش په نامه مسلمانو واکمنانو زموږ اسلام تر مسجد پوري مه محدودوي، زموږ اسلام د سیاست دین دي، زموږ اسلام د جهاد او د ملک څخه د دفاع دین دي، زموږ اسلام د سیاسي قدرت دین دي، زموږ اسلام د سولي امن او محبت دين دي، زموږ اسلام د آزادي دین دي…، مه پلوري خپل دین د دونیا په متاع کنه یوه ورځ به الله تاسي هم داسي ذلیله کړي لکه په أمت مسلمة مو چي ذلت راوستي دي، او یقینا چی الله به ستاسی نه د هر یو مظلوم د اوښکي، د هر مقتول د و یني، د هر وږي د ډوډي او د هر بیکوره د کور سوال درنه کوي.

د یوه، هوسا ، بسیا ، یوموټی خپلواک، تلپاتې او اسلامي افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x