افغانستان

ننګرهار: طالبانو د داعشيانو بريد په شا کړی او ګڼې سيمې يې ترې نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي، ادوړ. سور ډاګ او شاوخوا سيمې، چې څو ورځې وړاندې داعشيانو نيولې وې، له تېرې ورځې راهيسې يو ځل بيا ځايي طالبانو د داعش پر ضد پراخ بريدونه پيل کړي او ګڼې سيمې يې ترې نيولي دي.

ځايي سرچينو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې تېره ورځ داعشيانو له پتيرۍ او ادوړ سيمو پر طالبانو بريدونه وکړل، خو له سخت مقاومت سره مخ شول او بريد يې په شا وتمبول شو.

وروستي راپورونه وايي، چې تېره شپه طالبانو له د اعش جګړه مارانو ډېری هغه سیمې بېرته ونيولې، چې څو ورځې وړاندې يې نيولې وې.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو پتې خرګی، سور ډاګ، ادوړ او د وزيرو تنګي، ابکو صیب زیارت، تلپکانو غونډۍ،شیخ ګلخان کلا، کاکا کلا او شاوخوا سيمې نيولي او د لا نور پرمختګ په حال کې دي.

له تېرو څو ورځو، چې داعش ډله د پرمختګ په حال کې وه، د سيمې د خلکو کورونه يې سوځلي وو، د يو شمېر ديني علماوو کورونه يې له کتابونو سره سوځولي او د سيمې سلګونو کورنيو د وېرې او ترهې له امله خپل کورونه پرېښي دي.

بل پلو د بهارونو له سيمې هم طالبانو پر داعش بريدونه پيل کړي او دمګړۍ تر چپرهار ولسوالۍ رسېدلي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو مرکز هم د طالبانو او داعشيانو د جګړې پخلی کړی او زياتوي، چې يو شمېر داعشيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو د تازه نښتو په اړه يې څه نه دي ويلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x