ادبي لیکني

په كلاسيف الله كې دهيواد پښتو ادبي يون له لوري پسرلنۍ مشاعره وشوه

نن سهار په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كښي دهيواد پښتو ادبي يون ټولنې له لوري يوه خوندوره مشاعره وشوه دامشاعره سهار پر ۹نهه بجې پيل شوه چي د ماپښين تر ۲دوو بجو پورې يې دوام درلودو په دې مشاعره كښي له مسلم باغ څخه دپښتو ادبي قنديل  ټولنې  شاعرانو ګډون درلودو او همدارنګه له ژوب څخه ورته پياوړئ شاعر شهيم كاكړ صاحب راغلئ وو او  خپله دكلاسيف الله دسيمې ګڼ شمير شاعرانو پكښي ګډون درلود.

او شاوخوا  سلو ۱۰۰شاعرانو خپل خوندور شعرونه  دمشاعرې برخه والوته وويل پښتو ادبي قنديل ټولنه  دكلاسيف الله دفعالې ټولنې هيواد پښتو ادبي يون ټولنې ته مباركې وویل، او د هيواد ابي يون دټولو شاعرانو دمينې او اخلاص څخه یې مننه وکړه او هم یې د ستر څښتن جل جلاله  په دربار كښي ورته د لابرياليتوب غوښتنه وکړه.

پښتو ادبي قنديل  مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x