افغانستان

اوچا: د تېرو کلونو په پرتله په جګړو کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله جګړې زور اخیستی او افغانستان یو ځل بیا په جګړه کې ښکېل شوی هېواد دی.

اوچا ویلي، د ۲۰۰۸ز کال په پرتله سږکال په افغانستان کې جګړه پنځه سلنه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره«اوچا»، د تېر اکتوبر د میاشتې په راپور کې لیکلي دي، چې یوازې د جولای له میاشتې تر سپمتبر میاشتې پورې په منځني ډول تر اتیاوو پورې نښتې شوي، چې د تېرو شپږو کلونو په موده کې امنیتي پېښې تر ټولو ډېرې وې.

اوچا لیکلي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ ستراتېژیکي اروزنې افغانستان د جګړې له حالته د وتلي هېواد له کچې په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو په کچه کې شامل کړی دی.

د بشري مرستو ادراه وايي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۱۲۹۰۰ نښتې ثبت شوي، چې د ۲۰۰۸ز کال په پرتله پنځه سلنه ډېروالی ښيي.

یاده اداره وايي، سږکال د نښتو او جګړو له امله ۶۹زره تنه ټپیان شوي، چې په کابل کې یې د مذهبي نښتو یادونه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» په خپل راپور کې د ملکي تلفاتو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

ګډو ځواکونو  تېره اوونۍ د هلمند شپږ ولسوالۍ بمبار کړې وې، چې په موسی کلا کې یې لس او په دېشو ولسوالۍ کې یې ۴۴ ملکي وګړي وژلي وو.

په همدا تېره اوونۍ کې ګډو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې ۲۸ ماشومان هم ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x