د نړۍ مشهور حکومتي سیستمونه کوم دي؟

سعید زرمتی

پر ځمکه باندې د انسان یو له سترو مسؤلیتونو څخه د عادلانه نظام یا خلافت جوړول دي. له عقلي نقطه نظره هم انسانان دې ته اړ دي چې د خپل اجتماعي ژوند د تنظیم، بهبود او خپلو اساسي حقوقو د ساتنې لپاره سیاسي مرجعیت او حاکمیت ولري. له همدې امله خو انسانانو پر ځمکه د ژوند له پیل سره سیاست او حکومتدارۍ ته هم مخه کړې، او ډول ډول حکومتي سیستمونه یې تجربه کړې دي.

په معاصر دور کې په بیلابیلو برخو کې د تحولاتو تر څنګ د حکومتدارۍ سیستمونه هم د پخوا په نسبت متنوع شوي او د واک چلولو نوې طریقې دود شوي دي. ښایي په نړۍ کې دوه داسې هیوادونه پیدا نه شي چې حکومتي جوړښت یې ترمنځ کټ مټ ورته والی ولري. هر ملت او دولت د خپلو شرایطو او ګټو په تناظر کې د ځان لپاره د حکومتدارۍ خپل سیستمونه غوره کړي چې ځینې یې خورا پیچلي او نادر هم دي.

خو که په نړیواله سطحه د حکومتدارۍ تر ټولو مشهور او متعارف سیستمونه مطالعه کړو نو په ټوله کې دری قسمه سیستمونه ډیر پیژندل شوي دي چې اکثره یې همدا اوس واک هم چلوي. د حکومت چلولو دری عمده نظریې له اسلامي، جمهوري او شاهي سیستمونو څخه عبارت دي چې دلته ورته په لنډو اشاره کوو.

اسلامي حکومت

د اسلام له نظره د حکومتداری منل شوی ډول د اسلامي امارت یا خلافت واکمني ده. سره له دې چې د اسلامي حاکمیت د اډانې د جوړښت په برخه کې دیني پوهانو ډیر بحثونه کړي او په ځینو خبرو کې سره متفق نه دي. خو د اکثرو دیني علماء کرامو له نظره د اسلامي حکومت عمده ارکان امیر یا زعیم، شوری، اجرائیه قوه، اداري ماشین، قضائیه قوه، والیان او پوځ دي.

د اسلامي حکومت مشر د تغلب، شوری او یا هم استخلاف په طریقه ټاکل کیږي. امیر د نظام په رأس کې قرار لري. شوری امیر ته مشورې ورکوي، قضائیه قوه چې د امیر په وکالت او ملاتړ شرعي فیصلې کوې د یوه مستقل ارګان په حیث له لوړ اعتبار څخه برخمن رکن بلل کیږي. اجرائیه قوه( وزیران یا حکومت) همدا شان والیان او پوځ مخامخ امیر ته مسؤل بلل کیږي او له امیر څخه هدایت اخلي.

متأسفانه په اوس وخت کې د ځمکې پر مخ کوم داسې برحال اسلامي حکومت نلرو چې په یوه هیواد دې بشپړ کنټرول ولري. په وروستیو لسیزو کې ددا وړ حکومت یوه بیلګه د افغانستان اسلامي امارت و، چې اولس کاله وړاندې ورباندې نړیوال یرغلګرو برید وکړ، د افغانستان د پلازمینې او ښارونو واک یې له لاسه ووت خو د افغانستان په اطرافي سیمو لا هم تسلط لري.

جمهوري نظامونه

د معاصر جهان هغه نظامونه چې جمهوري یا دموکراتیک بلل کیږي عمدتا په څلور قسمه ده.

۱ ــ ریاستي

ریاستي نظام هغه ته ویل کیږي چې د حکومت درې ګونې قواوې( مقننه، اجرائیه او قضائیه) له یو بل نه بشپړ استقلال او بارز تفکیک لري. په ریاستي نظام کې رئیس جمهور د خلکوپه مستقیمو رأیو ټاکل کیږي او له پیله د ریاست جمهوري په نوم عامې ټاکنې کیږي. په دا وړ نظام کې ولسمشر د هیواد او حکومت دواړو مشر بلل کیږي. پارلمان د رئیس جمهور د عزل واک نلري. په ریاستي نظام کې رئیس جمهور چې تر څنګ د پادشاه یا لومړي وزیر تر عنوان لاندې بل کس نلري، د نورو نظامونو په پرتله له ډیر واک او صلاحیت څخه برخمن وي. په زیاتره ریاستي نظامونو کې د ولسمشر لخوا معرفي شوي وزیران باید د پارلمان د اعتماد رأیه له ځان سره ولري اما پارلمان حق نلري چې وزیران مخامخ نصب یا عزل کړي. په اوس وخت کې په افغانستان، امریکا، د جنوبي امریکا زیاتره هیوادونو، دغه راز د منځنۍ اسیا او افریقا په ډیری هیوادونو کې ریاستي نظامونه حاکم دي.

۲ــ پارلماني

د دموکراتیکو نظامونو دوهم ډول پارلماني نظامونه دي.په پارلماني نظام کې د اجرائیه او مقننه قواوو تر منځ واضح بیلتون نه وي. اصلا اجرائیه قوه له پارلمان څخه مشروعیت او اعتبار اخلي. په پارلماني نظامونو کې د حکومت د مشرۍ لپاره مخامخ انتخابات نه کیږي. بلکې لومړی د پارلمان لپاره انتخابات کیږي. په پارلمان کې چې هر ګوند ډیرې څوکۍ وګټي، هغه له خپل منځ څخه یو کس د لومړي وزیر په حیث معرفي کوي او د اعتماد رأیه ورکوي.همدا راز کابینه یا وزیران هم د پارلمان له غړو ټاکل کیږي او پارلمان په اجرائیه قوه ژور اغیز او واک لري. که پارلمان وغواړي لومړی وزیر او د کابیني غړي په مخامخ ډول عزل کولای شي. په پارلماني نظامونو کې لومړی وزیر د حکومت مشر او رئیس جمهور د هیواد مشر بلل کیږي. په حکومتي چارو کې تقریبا ټول فعالیت د لومړي وزیر وي او رئیس جمهور یوازې تشریفاتي حیثیت لري چې د حکومتي قواوو تر منځ د منازعاتو د حل کوښښ کوي. د پارلماني نظام بیلګې لکه د پاکستان،هند، اسرائیل او یوشمیر نورو هیوادونو حکومتي سیستمونه دي.

۳ــ نیمه ریاستي

نیمه ریاستي چې ریاستي ــ پارلماني نظام هم ورته وایي، د نظام هغه ډول دی چې په ځینو برخو کې له ریاستي او په ځینو کې له پارلماني سره مشابهت لري.په دا وړ سیستم کې رئیس جمهور د عامو خلکو په مستقیمو رایو ټاکل کیږي خو پارلمان ته مسؤل وي. په دې نظام کې د رئیس جمهور نقش یوازې تشریفاتي نه وي بلکې د لومړي وزیر ترڅنګ په حکومت چلولو کې برابر فعالیت لري. له ریاستي نظام سره ددې سیستم ورته والی د رئیس جمهور به زیات واک درلودلو او د مستقیمو رأیو په توسط ټاکل کیدو کې دی او له پارلماني سره یې مشابهت دادی چې پارلمان په رئیس جمهور او اجرائیه قوه تر دې حده واک لري چې کولای شي حکومت منحل کړي.

زیاتره نیمه ریاستي نظامونه د رئیس جمهور ترڅنګ لومړی وزیر هم لري مګر په ځینو دا وړ نظامونو کې د لومړي وزیر پوسټ لغو شوی تر څو د حکومت د دوو مشرانو تر منځ د خپلمنځي نزاع مخه ونیول شي. د نیمه ریاستي نظامونو بیلګې د روسیې، لبنان او فرانسې حکومتي سیستمونه دي.

۴ ــ یو ګوندي

یو ګوندي نظامونه له دموکراسۍ څخه د کمونیستي تعبیر میراث بلل کیږي. په دا وړ نظامونو کې د قانون له مخې یوازې یو ګوند او له هغه سره تړلي سیاسي اشخاص د حکومت کولو او کاندیدلو حق لري. مثلا په چین او کیوبا کې یوازې هغه کسان د انتخاباتو له لارې ولسمشرۍ ته نوماند کیدلای او ټاکل کیدای شي چې دکمونیست ګوند غړي وي. په سوریه کې د بعث ګوند غړیتوب د کاندید کیدو لپاره شرط بلل کیږي.په دا وړ نظامونو کې دموکراسي د عمومي تکثر په مفهوم نه بلکې د ګوند په داخل کې د کثرت ګرایي په معنی ده.په دا وړ نظامونو کې یوازې څیرې بدلیږي رابدلیږي نور د حکومت عمومي پالیسۍ د ګوند دمنهج په رڼا کې په خپل حال پاته وي.

د ایران حکومت که څه هم د نړۍ په سطحه د حکومتدارۍ یوه تر ټولو پیچلې او نادره بیلګه ده خو د نورو سیستمونو په نسبت له یو ګوندي سیستم سره ډیر مشابهت لري. ځکه په ایران کې یوازې هغه څوک ولسمشرۍ ته د کاندیدلو حق لري چې د ولایت فقیه او خمیني د سیاسي نړۍ لید له نظریې سره موافق وي. له دې پرته هر کاندید د شورای نګهبان لخوا رد کیږي. خو په ایراني نظام له لویه سره د ولسواکۍ اطلاق ځکه بې ځایه دی چې د ټولو قواوو په رأس کې د رهبر په نوم د مطلقو اختیاراتو څښتن قرار لري.

شاهي نظامونه

شاهي نظامونه د حکومتدارۍ یوه ډیره پخوانۍ بیلګه ده چې په اسلامۍ نړۍ یې هم ډیر وخت واک چلولی،په شاهي نظام کې پاچا د ملک، حکومت او ټولو اجراأتو ته واکدار بلل کیږي. اکثره شاهي نظامونه اساسي قانون نلري، ځکه پاچا نه غواړي په کوم قانون تړلی وي.

شاهي نظامونه په دوه قسمه دي. مطلقه شاهي او مشروطه شاهي

مطلقه شاهي

پخواني شاهي نظامونه ټول د مطلقه شاهي سیستم درلودونکي وي. یعني پاچا مطلق اختیارات درلودل، د ټولو قواوو واک او اختیار به له پاچا سره و.په دا وړ نظامونو کې پارلمان وجود نه لري او هیڅ داسې بنسټ نشته چې پاچا د کوم کار په کولو یا نه کولو مأمور او ملزم کړي.

ددې نظامونو اوسنۍ بیلګې د سعودي عربستان، عمان او ځینو خلیجي هیوادونو نظامونه دي. چې پاچاهان یې مطلق اختیارات لري. په افغانستان کې له ۱۳۴۲ هـ ش کال وړاندې د افغانستان ټول نظامونه مطلق شاهي و.

مشروطه شاهي

په اروپا کې د رنسانس د دورې له پیل سره دې فکر هم زور واخیست چې د پاچاهانو مطلق اختیارات باید تر ممکنه حده مشروط شي. یعني د ځینو چارو واک باید له پاچا پرته نور خلک په غاړه واخلي. په دې ډول په اروپايي هیوادونو کې د پاچا تر څنګ د پارلمان او لومړي وزیر منصبونه رامنځته شول. پاچا د ملي وحدت د سمبول او د هیواد د لومړي شخص په حیث په خپل تشریفاتي منصب قانع کړای شو او د حکومتي چارو یا اجرائیه قوې واک ترې لومړي وزیر ته انتقال شو.

دپاچا د مطلقو اختیاراتو د کمولو یاپه اصطلاح مشروطولو حرکت چې وروسته د مشروطیت غورځنګ ونومول شو په نولسمه میلادي پیړۍ کې په اوج کې و چې په پایله کې ګڼې مطلقه شاهۍ په مشروطه شاهي نظامونو بدلې شوې.

په افغانستان کې هم د شلمۍ پیړۍ له پیل سره سم د امیر حبیب الله خان په وخت کې د مشروطیت غورځنګ پیل شو، چې د حکومت له سخت عکس العمل سره مخامخ او زیاتره مشران یې اعدام شول. د شلمۍ پیړۍ په نیمایي کې چې په نړیواله سطحه د دموکراسۍ او دخلکو د رایې دحق انګازې په زور کې وې، د افغانستان پادشاه محمد ظاهر شاه ددې لپاره چې تر یوه حده په حکومت کې د خلکود ګډون تلوسه خړوبه کړي خپل مطلق شاهي نظام یې په مشروطه شاهۍ بدل کړ. چې په پایله کې یې د افغانستان لومړنۍ اساسي قانون جوړ شو، پارلمان رامنځته شو او د حکومتي چارو واک د پارلمان لخوا ټاکل کیدونکي صدراعظم ته وسپارل شو.

مشروطه شاهي سیستم اوس هم په نړۍ کې دود دی، برتانیا، جاپان، ناروې، هالنډ او ګڼ نور هیوادونه همدا نظام لري خو د وخت په تیریدو سره په دا وړ نظامونو کې د پادشاه واک او نقش نور هم کمرنګه شوی او اوس صرف د یوه تاریخي نماد حیثیت ورپاته دی. په زیاتره مشروطه شاهي نظامونو کې اصلي واک له پارلمان سره وي چې لومړی وزیر او حکومت تعینوي او په ټولو چارو یې کنټرول لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

ډېره ښه معلوماتي ليکنه ده او د ظاهري شکل د نظامونو د پېژندلو له پاره مفيده ده . لاکن د محتوا له نظره فقط دوه ډوله نظامونه وجود لري ۱- ديکتاتور يا استبدادي ۲- اولسي يا غير استبدادي په ديکتاتورو نظامونو کې تصميم ، پريکړې او اجراات د يو شخص ، ګروپ او يا ګوند له لوري په زور او فشار عملي کيږي او هيڅ چا ته د اعتراض ، نيوکې او مخالفت حق نشته . اولس فقط بايد فقط د استبدادي قدرت امر ومني او بې له چون او چرا يې قبول کړي . دقدرت د اعمال وخت معين… نور لوستل »