افغانستان

کرزی: روسيه بايد د افغانستان بحران په اړه له امریکا سره ګډه همکاري وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  پخواني ولسمشر حامد کرزي وايي، چې روسيه بايد په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي او سرغړونو په اړه له امریکا سره په ګډه څېړنې او همکاري وکړي.

حامد کرزي له سپونتيک ټلويزون سره په مرکې کې ويلي، چې افغانستان له روسيې سره د همکارۍ پراخې اړيکې غواړي او زياتوي، چې په ديپلوماتیکو اقتصادي او سياسي چارو کې همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه دي او بايد لا نوره وده وکړي.

پخواني ولسمشر دا هم ويلي، چې روسيه بايد د افغانستان د روان کړکېچ په اړه مداخله وکړي او د نورو نړيوالو لوبغاړو سربېره له امريکا سره د روان بحران په اړه ځان وپوهوي، چې په افغانستان کې څه پېښېږي او بايد څه وکړل شي؟

کرزي د امریکا نوې تګلاره ناکامه وبلله، خو په عین حال کې يې دا هم وويل، چې پر افغانستان د روسيې د یرغل اړتيا هم نه وه.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې په اړه حامد کرزي وويل، چې «موږ دا نه غواړو، چې امریکا دې په افغانستان کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، بلکې موږ غواړو، چې له امریکا سره ښې اړيکې او همکاري ولرو. امریکا بايد د ترهګرۍ ضد جګړې کې د افغانستان حیثيت زيانمن نه کړي. افغانستان بايد د سياليو پر ځای د هېوادونو د همکارۍ ځای وي.»

پخواني ولسمشر وويل، چې امریکا دې د افغانانو دا اندېښنه درک کړي، چې افغانستان نور د سترو قوتونو تر منځ د سيالۍ د ډګر په توګه نه شي زغملی.

کرزي دا هم وويل، چې بې واکه دولت د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو توازن او غښتلتيا توان نه لري او زياتوي: «موږ بايد د روسيې په ګډون د سيمې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، زموږ اړيکې بايد د دښمنۍ پر ځای په دوه اړخيزو ګټو او درناوي ولاړې وي.»

حامد کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د چارو کارپوهان د ګډ حکومت مشران په سيمه‌ ییزو اړيکو کې په ناتوانۍتورنوي او زياتوي، چې د ګډحکومت چارواکي د سيمې او نړۍ پر ځای يوازې پر امریکا باور کوي او څه چې امریکا وايي، دوی يې مني، چې له امله يې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو شکونه او نهيلۍ زياتېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x