نظــر

د لويديځ تمدن او له اسلامي ارزښتونو سره یې ازلي دښمني

لیکنه: ابن مبارک احمدزی

په لویدیځه اروپا کې څه د پاسه پینځلس میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې ټول د ژوند له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خپلو مشروعو غوښتنو له پاره هم نورو ته اړ دي، د ساري په ډول شاوخوا 4 میلیونه مسلمانان په فرانسه کې ژوند کوي او 2 میلیونه په انګلستان او په دې ډول نورو اروپايي هېوادونو کې لالهانده او ستړي دي،هغه عمده ستونزې چې په اورپا کې ورسره مسلمانان مخامخ دي په لاندې ډول یې خلاصه کولای شو:

۱- اروپايي هېوادونه که څه هم په ظاهره وايي چې موږ د مذهبي او نژادي تعصباتو څخه کرکه لرو او پر ضد يې مبارزه کوو،خو بیا هم دوی مسلمانانو ته په خپلو هېوادونو کې په بده سترګه ګوري،او مسلمان ته د هېڅ ډول زیان په رسولو کې غفلت نه کوي.

۲- اکثره مسلمانان په ځانګړي ډول عربان او تورکان په ژوند کې له خپلو دیني او ټولنیزو حقوقو څخه محروم دي،هغسې ژوند چې کافران یې په اسلامي هېوادونو کې تېروي،مسلمانان يې په اورپا کې نه شي تېرولی.

۳- اروپایان له خپلو ټولو رسنیو او میډياګانو څخه د اسلام سپېڅلي دین او د مسلمانانو د عقایدو په سپکاوي او دښمنۍ کې کار اخلي او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت نه کوي.

۴- اروپایانو پخوا هم کوښښ کاوه او اوس هم په دې لټه کې دي چې د مسلمانانو اولادونه له اسلامي زده کړې او تحصیل څخه منعه کړي،او په دې ډول یې په هغوی باندې ساحه تنګه کړې ده.

۵- اروپایان د مسلمانانو له ټولنو،مجلسونو او کنفرانسونو څخه په وېره کې دي،دوی د مسلمانانو هر ډول کنفرانسونه او ناستې تر جدي تعقیب او څار لاندې نیسي که یې لږ ډار هم محسوس کړ په نیولو یې صرفه نه کوي،حال دا چې په اسلامي هېوادونو کې هېڅ کافر او ذمي تر تعقیب لاندې نه دی نیول شوی او د خپلو مذهبي رسوماتو په ترسره کولو کې خپلواک دي.

د اسلام سپېڅلی دین که څه هم په اروپا کې دویم لوی دین دی خو په لوړه کچه اروپایانو په ځلونو کوښښ کړی دی چې اسلام د اروپايي هېوادونو مهم دین نورې نړۍ ته معرفي نه شي،او له همدې وجې یې د مسلمانانو مهم حقوق سلب کړي دي چې مسلمانانو ته يې لاندې زیانونو او تاوانونه متوجه کړي دي:

لومړی: مسلمانان د حلال رزق ګټلو ته څنګه چې لازمه ده نه پرېښودل کېږي،د شخصي قضایاوو لکه نکاح او طلاق دحل له پاره معلومه مرجع شتون نه لري او که يې لري هم،به بېلابېلو ډولونو ورته خنډونه را منځته کېږي،هغه مسلمانان چې په فابریکو او مؤسسو کې کار کوي هغوی ته د لمانځه له پاره کومه رخصتي او آسانتیا نه شته،همدارنګه که مسلمانان په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت وي هغوی ته هم د دیني فرایضو د ادا کولو فرصت په لاس نه ورکول کېږي،د مسلمانانو ماشومان په شکل د اشکالو نه پرېښودل کېږي چې دینې زده کړې څنګه چې لازمه ده تر لاسه کړي،که یې تر لاسه کوي هم هغه ډول به وي چې د اروپایانو خوښه وي.

دویم: نژادي توپير بل لوی جنجال دی چې په اورپا کې مېشت مسلمانان ورسره لاس او ګرېوان دي،په اروپا کې داسې ټولنې او تنظیمونه رامنځته شوي دي چې د هغوی یوازینی مأموریت د اسلامي ارزښتونو نقدول او پر وړاندې يې درېدل دي،د دوی لومړنی ټارکېټ مساجد او د اسلامي زده کړو مرکزونه دي،خو تاریخ ثابته کړي ده چې اروپایي افراطیانو تل دغسې ګروپونه د خپلو شومو اهدافو له پاره ایجاد کړي هم دي او که يې پر وړاندې احساسات را وپارېدل بیا يې هم توپيري چلند کړی دی،دوی په خپلو داسې کړنو هڅه کوي تر څو د مسلمانانو مورال کمزوری کړي او په دې ډول یې وویروي.موږ ګورو چې اوس اوس علنا د اسلام پر ضد لويې پروژې لګیا دي او تبلیغات کوي چې په دې لاره کې آلمان او فرانسه تر نورو اروپايي هېوادونو مخکې دي.او د دې له پاره چې مسلمانان په دغه ټولنه کې د دویمې طبقې خلک دي نو دوی سره له هر ډول تعاملاتو څخه ډډه کوي چې دلته هم هغه د قرآن آیت د سړي ذهن ته ودریږي چې یهود او نصارا به هېڅکله له تاسو (مسلمانانو) نه راضي نه شي تر څو چې تاسو یې د دین متابعت و نه کړئ.

درېیم: بله مسأله ميډيايي پروپاګند دی چې د مسلمانانو په فکري شکنجه کې دوی ته ډېره مهمه وسیله بریښي.له دې لارې هم د مسلمانو د فکرونو حریت سلبوي او بیا په ډېره سپين سترګۍ د بیان د آزادۍ نوم هم ورکوي،دوی نه یوازې دا چې ټولې ورځپاڼې،فیسبوک پاڼې،انټرنټ پاڼې او نور د خلکو له پاره وړیا په لاس ورکوي، بلکې د بیان د آزادۍ په نامه د اسلام د مقدساتو او سپېڅلو شعایرو سپکاوی هم کوي،دوی خپل ژورنالیزم ته په حقیقت کې د داسې کړنو جواز ورکړی خو که احیانا کوم مسلمان د دین یوه مهمه مسأله واضحه کړي چې دوی ته په کې خطر متوجه وي بیا هغه تروریست او افراطی دی.په داسې حال کې چې مسلمانان د خپلو حقوقو څخه د دفاع حق نه لري او نه هم د تبلیغاتو اجازه ورکول کېږي،کافران بیا په حقیقت کې د هر څه حق لري.دا ځکه چې د بیان آزادي ده.

څلورم: په اروپايي ښوونځیو کې اسلامي درسونه له پامه غورځول هم یوه بله جدي ستونزه ده،دوی نه یوازې دا چې په خپلو ښوونځیو کې د اسلامي علومو له پاره کومه ځانګړې برنامه نه لري،بلکې په دې هڅه کې دي چې د مسلمانانو ماشومان او بچیان د نصرانیت په مسیر روان او متأثره کړي او د دغه دین اصول ور وښيي،په دې هم اکتفاء نه کوي که یې په وس پوره وه نو د مسلمانانو په وژلو هم بسنه نه کوي.په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې چې کومه سروې شوې ده ښيي چې په یوه کال کې شاوخوا ۲۰ تنه مسلمان مهاجر ماشومان په شهادت رسېدلي دي چې ۳ تنه يې د لوی اختر په مبارکه ورځ په شهادت ورسېدل چې د افریقا د الجزائر اتباع وو.همدا راز د توفیق په نامه د یوه او د کمال په نامه د بل ماشوم جسدونه په وینو رنګ وموندل شول،خو متأسفانه د وخت محاکمو وویل چې د دغو ماشومانو قاتلان مالوم نه دي نو بنا دا دوسیې به د مجهولو دوسیو په نامه وساتو او په دې ډول یې پر حقایقو پرده وغوړوله.

دا و دمسلمانانو پر وړاندې د غرب د یهود او نصاراو غیر انسانی چلند او پر وړاندې یې د مسلمه امت ژوره چوپتیا چې واقعا دردونکې ده.

پر مسلمانانو لازمه او واجبه ده چې ددغې سرطاني دانې له تاوانونو څخه د حفاظت په لارو چارو غور وکړي او که يې پر وړاندې منظم پروګرامونه په لاره واچول شول نو دا به ډېره ښه خبره وي،راپاڅئ! چې د اسلام تېر عظمت او عزت بیا را ژوندي کاندو،دا اروپا بیا ځلې یو طارق او عبدالرحمن غواړي،موږ به همداسې خوار او ذلیلیه یو تر هغه پورې چې د امت په اتفاق او وحدت باندې غور و نه کړو،نو راځئ چې لومړی خپل صفونه منظم او متحد کړو او بیا د پردي پر وړاندې په ګډه او یوه واحد غږ سره ودرېږو.

د اسلامي امت د کامیابۍ او اتحاد په هیله

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sidiqullah

اسلامی امت ورز تربلی خپل فعال استعدادونه له لاسه ورکوی.
علت یی په هر دوه مخی پسی مندی وهل .تربیه شوی اجیران او اجنتان په لورو پوستو مقررول .د پردیو غلطو او کفری فرهنگونو ته لبیک ویل. اولادونو ته فکری او دینی زده کره نه ورکول. مادیاتو ته د معنویاتو په وراندی عزت ورکول. د امت د زوان نسل سستی. د هوش په جای له جوش او احساساتو کار اخیستل. عصری او دینی علومو کمزوی او نه توجه.غت دلیل قومی او مذهبی تعصبات.نشنلزم.له سیاسته لری پاتی کیدل
او داسی تور…. اف اف د متحدو مسلمانانو په تمه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x