نظــر

سوله په اسلام کې ده نه په ډیموکراسۍ کې

اسلام هغه مبارک دین دې چې بشری ټولنی ته يي د امن او سوکالۍ  پیغام راوړی او تاریخ ګواه دی چې کومو قومونو په اسلامي احکاماتو کلکې منګولی لګولي نو هغوۍ د امن او سکون له نعمت نه برخمن شوي دي، اسلام دی چې خپلو پيروانو ته تل د نورو خلکو د مال، عزت او ناموس د ساتنې توصیه کوي، اسلام دی چې د حق او باطل د یوځای کیدو څخه منعه کوي او په دې طریقه د ظالم او مظلوم تر منځ توپير پیداکیږی، اسلام دی چې د درست بشریت د خیرښګیڼې لپاره ئې له حکمتونو ډک قوانین راوړي دي،

او همدا اسلام دی چې د شرعي حدودو په نافذولو سره ټولو انسانانو ته د امن، سوکالۍ، پراخۍ، ورورلۍ، او د زړونو د سکون تضمین او هغه چاته چې اسلام ومني او پر ځان ئې تطبیق کړي د دنیا او اخرت د بریالیتوب زیری ورکوي.

مګر یهود او نصارا چې د اسلام د نزول سره سم ئې د اسلام سره د دښمنۍ مټی را بډوهلی دي، تل په دی هڅه کې دي چې مسلمانان د خپل دین څخه به مختلفو پلمو راوګرځوي، په اسلامي احکاماتو کې ئې مغشوش او شکمن کړي، دوی تل هڅه کوي چې خپل منسوخ شوي او تحریف شوي کتابونه او دینونه مسلمانانو او په مجموع کې ټولو انسانانو ته د کامیابۍ او خلاصون د یوې مؤثری تګلاری په توګه ورپیژني.

اوسني یهودیان او صلیبیان چې د هیڅ دین تابع نه دي، او نه هم د د رحم او کرم، امن او ورورولۍ په نوم څه پيژني، دوی په اسلامي امت د ظلمونو او وحشتونو داسې سیلاب راوستې چې په تاریخ کې يي ساری نه لیدل کیږي، په اور سوزول، په چړو وهل، په ژوندانه خښول،د بمونو خولو ته د ماشومانو، سپین ګیرو او ښځو تړل، په لوږه او تندی د نسل وژنې هڅه کول، د ايډز، سوزاک او ملاریا مرضونه په لوی لاس په دوایانو، خوراکي توکو او د څښاک په اوبو  مسلمانانوته انتقالول او….

الله جل جلاله خپل رښتوني بندګان او د اسلام پیروان د کفارو د دی دسیسو نه لا له وړاندې خبر کړي او مسلمانانو ته ئې د جهاد حکم کړی دی، نن ورځ موږ د دی شاهدان یو چې په کومو سیمو کې جهاد نشته هلته د مسلمانانو پر وړاندی د کفارو ظلمونه او وحشتونه اوج ته رسیدلي دي او په کومو سیمو کې چې د اسلام پیروانو د حی علی الجهاد ناره پورته کړی ده هلته کفار یواځې په دی هڅه کې دي چې خپل سرونه په امن کړي او بس.
همدا اوس چې د افغانستان په شمول د نړی ګڼ شمیر هیوادونه د کفارو تر تسلط لاندی دي پر ضد يي وسله وال جهاد ادامه لري، مګر یهوديان چې د تاریخ تر ټولو مکاره طبقه ده، د مسلمانانو په منځ کې يي د سولی تر نامه لاندې داسی کمپاینونه په کار اچولي چې د کومو په ترڅ کې عامو مسلمانانو ته د جهاد په اړه ډول ډول شکونه پیداکوي، موږ وینو چې د غربي میډیا د تبلیغاتو، څو ګوډو ماتو پلچکونو او بې کیفیته سرکونو زموږ ځينې ساده لوحه افغانان غولولي دی او دوی ته ئې داسی تأثر ورکړی چې که چیرته جهاد نه وای نو اوس به افغانستان ګل او ګلزار و، اوس به دلته ډول ډول پرمختګونه شوي وو، افغانستان به پرخپلو ښپو دریدلی ؤ او امن، سوکالي، خوشحالي او پراخي به وه!!

حال داچې الله جل جلاله په قرآن کریم مسلمانانو ته په بیلابیل ډول خبرداری ورکړی چې د یهودیانو په دسیسو او درواغجنو وعدو تیر نه وځۍ، نه خو دا خلک ستاسې دوستان دي او نه هم ستاسو خیر غوښتونکي، نو تاسې باید له دوی څخه همیشه جدا واوسۍ، کنه نو دا خلک به تاسې په فتنه کې واچوي(( چې نن ورځ دا هرڅه په خپلو سترګو ګورو)).

یهودي تبلیغاتي چینلونه چې کارمندان يي تر ډيره مستشرقین او منافقین دي، په اسلامي هیوادونو کې داسي پروپاګند کوي چې مسلمانان باید د یهودیانو او نورو کفارو څخه کرکه ونکړي بلکی د ټولو سره دی په ورورۍ او همغږۍ! ژوند وکړي!! همدغه تبلیغاتو په درسته اسلامي نړی کې ساده لوحه مسلمانان تیر ایستلي او د کفارو سره د ارام ژوند غوښتنه کوي، حال دا چې د بشریت د نا امنۍ اصلي سرچینه یهودیان دي، دوی چې له ځان پرته په دنیا کې بل هیڅوک د ژوند مستحق نه ګڼي د خیریه مرستو تر نامه لاندی د مسلمانانو په منځ کې نفرت او شرارت ته لمن وهي، د ټولی نړۍ مسلمانان د یهودو له شر څخه په امن نه دي، د دی ټولو علاج یواځې په جهاد سره ممکن دی نه په هغه سوله او ورولۍ چې یهودیان ئې مسلمانانو ته پیشنهادونه کوي.

هغه ټولنې چې په افغانستان او نړی کې د سولی تر نامه لاندې په موجوده وخت کې کار کوي هغوی اکثره د یهوديانو له سرچینو خړوبه کیږي، ځکه په داسې حال کې چې د مسلمانانو سر، مال او ناموس خوندي ندی، اسلامي هیوادونو اشغال دي، د مسلمانانو عام وژنه او د اسلامي شعایرو توهین په مسلسل ډول دوام لري، مسلمانان د اقتصادي، سیاسي، نظامي او کلتوري فشارونو لاندې دي، مسلمانانو ته له جهاد نه پرته بله لاره نه ده پاتې، سوله یواځۍ له تسلیمۍ پرته بله کومه معنی درلودلای شي؟؟ د مسلمانانو د زوال خو دا حالت دی چې مسلمانان په خپلو هیوادونو کې د اسلام حدود چې د دوی د سر او مال د ساتنی تضمین ورکوي، نه شي عملي کولای نو سوله د چاسره او په کومو اصولو؟؟

که اسلامي هیوادونه او مسلمان ولسونه امن غواړي، سوله او پرمختګ غواړي باید لومړی خپلې مځکې د کفارو له تسلط نه بې له قیدو شرطه ازادی کړي او په دوهم قدم کې شرعي قوانین نافذ کړي هر څه به سم دم شي.

نه خو یهودیان او صلیبیان د اسلامي امت له غمه مړه دي او نه هم دومره ساده دي چې له خپلو خلکو نه د ټیکس په نوم راټولی شوی پيسې د مسلمانانو سره د بلاعوضه مرستو په نوم مصرف کړي او په مقابل کې ئې څه و نه غواړي.

کله چې موږ د امریکایانو او اروپایانو لخوا په اسلامي هیوادونو کې بشري مرستی او د بشري مرستو اداری(چې په کار بوختی دي) ګورو نو موږ ته دا پوښتنه راپيداکیږي چې ولی امریکایان دا دومره پیسې پخپله په امریکا کې نه مصرفوي حال دا چې په اوسني دور کې د امریکایانو د غربت کچه ۶۰ سلنی ته رسیدلی چې دا ډیره تشویش وړ ده، او همدا شان کله چې په اسلامي هیوادونو کې  د نصرانیت د تبلیغ او ترویج اداری وګورو نو اکثره ئې د امریکا سره اړيکی لري او له هغه ځایه خړوبیږي نو که چیري امریکایان او متحدین يي دومره د نصرانیت په غم کې وای ولی د هغه نصرانیانو سره مرسته نه کوي چې اوس مهال په افریقا کې د لوږی او تندی له امله مري؟! دا او دیته ورته ډيری پوښتنی دي چې باید هیڅ یو با احساسه مسلمان تری نا خبره پاتې نشي.

کوم پوځونه چې امریکایان ئې اسلامی هیوادونو ته روزي هغوی هم په دی موخه نه روزل کیږي چې ګواکی امریکایان په اسلامي هیوادونو کې سوله غواړي، که چیري امریکایانو سوله غوښتلای نو ښه او اسانه لاره دا وه چې په هیڅ یوه اسلامي هیواد کې ئې مداخله نه وه کړی، مګر اوسمهال ډيری اسلامي هیوادونه د سعودي په شمول د امریکایانو د مستقیم او غیر مستقیم اشغال لاندی دي، او هلته امریکایان د خپلو نورو فعالیتونو تر څنګ د یادو هیوادونو پوځیانو ته روزنه او تجهیزات هم ورکوي، که معاصر تاریخ ته چې د امریکا د لویي وچې له رامنځ ته کیدو وروسته لیکل شوی یو زغلنده نظر واچوو نو و به ګورو چې د نړی د ټولو بدبختیو عاملین یهودي او صلیبي امریکایان دي، دوی تل هڅه کوي چې اسلامي هیوادونه او حتی هغه هیوادونه چې د دوی متحد دي خو په نظریه کې ورسره اختلاف لري، اشغال او تر خپل استعمار لاندی وساتي، امریکایان چې د اسلامي هیوادونو پوځيانو ته کومی مرستې ورکوي هغه دومره مؤثری دي چې په سبب يي د زیاترو اسلامي هیوادونو لکه: مصر، لیبیا، تونس، یمن، اردن، عراق، افغانستان، سعودي، او نورو هیوادونو پوځيان د امریکایانو غوره او اخلاص مند غلامان جوړ شوي دي.

نو پرته له شکه ویلای شو چې امریکایان د اسلامي هیوادونو له ټولنو او پوځیانو سره د دی لپاره مرستی کوي تر څو هغوۍ د غلامۍ په ځنځيرونو وتړي، تر خپل احسان لاندی يي راولي او همیشه تری د اجیرانو په حیث کار واخلي، د دی خبری ښه ثبوت دادی چې  د فلسطین په ځمکه کې د اسرائيلي یهودیانو د میشت کیدو ستر مخالف هیواد مصر او سعودي عربستان وو، خو اوس مهال مصر د اسرائيلو کلک دوست هیواد او اسرائیل يي په رسمیت پيژندلی او د سعودي شاهان بیا د پردی تر شا د اسرائیلو ملاتړ او دوستي کوي!!

نور اسلامي هیوادونه هم د فلسطین د مظلومو مسلمانانو او د بیت المقدس د برخلیک په اړه خاموش دي، همدا سلسله دوام لري، موږ ولیدل چې پر افغانستان او عراق د امریکایانو د بریدونو پر وړاندی هیڅ یوه اسلامي هیواد غبرګون و نه ښوده بلکې برعکس ئې ورسره پراخې مرستې هم وکړی!! او د دی هر څه په بدل کې امریکا دغو تش په نامه اسلامي حکومتونو ته چې نن ورځ په اسلامي هیوادونو مسلط دي، یو څه مادي امتیازات ورکړل او هم ئې ورته ډاډ ورکړ چې امریکا له تاسو څخه راضي ده.

د نړی د امن او سوکالۍ لمړني دښمنان یهودیان دي چې د امریکایانو له کلک ملاتړ نه برخمن دي، امریکایان په افغانستان او عراق کې له مجاهدینو غواړي چې ټوپکونه پرمځکه کیږدي تر څو سوله راشي خو بالمقابل په برما کې بودایان تقویه کوي چیرته چې د مسلمانانو عام وژنه دوام لري، په منځنۍ افریقا کې تروریست مسیحیان اکمالوي، په منځني ختیځ کې اسرائیلی یهودیان او په مالي کې فرانسویانو سره اوګه په اوګه همکاري کوي، په دغو ټولو هیوادونو کې د مسلمانانو پرضد جنګونه روان دي او نړی امن ته له همدغو خلکو نه ګواښ متوجه دی، نو که امریکایانو سوله غوښتلای ولی ئې د اسرائیلو له یهودیانو، د برما له بودایانو، د سوډان او منځنۍ افریقا له تروریستو نصرانیانو د ملاتړ پریکړه کوله؟!!

 امریکایان په درسته نړی کي د کفارو د تروریستي اعمالو ملاتړ او ننګه کوي او همیشه په دی تکل کې دي چې اسلامي هیوادونه نا امنه وساتي،کورنۍ جګړي په کې رامنځ ته کړي او دوی خپلې شومی ګټي لاسته راوړي، په افغانستان د امریکایانو یرغل هم په همدې موخه وو چې دلته يی د اسلامي نظام تر چتر لاندی سوله، ارامي او خوشحالي ونشوه زغملای، اوس نو که څوک فکر کوي چې امریکایان دلته د سولی د راوستلو او یا د دغه هیواد د ابادولو لپاره راغلي دي، ستره اشتباه کوي، افغان ولس او په ځانګړي ډول هغوی چې دا دیارلس کاله د امریکایانو په وعدو او تبلیغاتو غولیدلي دي، اوس پوه شي چې امریکایان دلته خپل اهداف لري او کله به هم امریکایان د تړونونو او سولی له لاری بیرته و نه وځي، هغه امریکایان چې دلته ئې په ټریلیونونو ډالر مصرف کړل او په زرګونو پوځيان ئې ګوډ او مات شول، لیونیان نه دي چې زموږ د ولس غم به ورسره وي او یا به افغانستان سره بلاعوضه مرسته کوي، د امریکایي اشغال نه را وروسته چې افغان ولس ته کوم څه ډالۍ شوي هغه عبارت دی له: څو مات او ګوډ سرکونه، څو بې کیفیته پلچکونه، ایډز، ارتداد، سود، قمار، رشوت، قومي تعصبونه، د ګاونډیو هیوادونو سره د جنګ تر حالت رسیدل، ملاماتوونکي پورونه، فحشا، او همداسې نور….

نو اوس به هم داسې یو څوک وي چې د سلیم عقل څښتن به وي خو د امریکایانو په پروپاګند به تیر وځي او یا به ورته یو څو پاکټه بسکویټ او یو څو منه غنم تر اسلام او هیواد ګران وي!!

هر مسلمان او په په خصوصی توګه افغانان باید پوه شي چې امریکایان کله هم دلته سوله، پرمختګ او خوشحالي نه غواړي بلکی د هغوی دوه مقاصد وو، یو دلته د اسلامي امارت د شرعي نظام ختمول او دوهم دلته د نصرانیت تبلیغ او ترویج، چې دا هدفونه ئې تر لاسه کړي دي خو اوس ئې د پايسښت په هڅو کې دي، رسنۍ ئې هم ټولی دی ته استخدام کړي چې د افغانانو له زړونو د امریکایانو او نورو کفارو نفرت او کرکه وباسي او کفار ورته د ښو دوستانو په حیث وروپیژني.

افغاني درواغجنی رسنئ چې له امریکایي مرستو خړوبیږي په ډيره چالاکۍ او مکارۍ سره د نصرانیت لوري ته خلک دعوت کوي، له یوې خوا د سولی ډنډوری غږوي او له بلی خوا بیا له خپلو رسنیو داسې تبلیغات خپروي مثلاً: د کلیساګانو تاریخ، د کلیساګانو دودونه، د پاپانو ژوند ته یوه کتنه، د بوداییزم تاریخي پس منظر، د سریالونو له لاری بیا د مړو سوځول، د بتانو لپاره د عبادتونو ښودنه، د ښځو د ازادۍ په نوم ښځو ته د کفري ټولنو د ښځو لامحدوده ازادي ورښودل او ورته ئې توصیف کول، د جهاد او مدرسوپه اړه ناسم  او زهرجن تبلیغات کول او په دی طریقه تری د خلکو زړونه تورول، د موسیقۍ او لهو لعب په اړه رنګین پروګرامونه او ګردی میزونه جوړول ….

خلص دا چې کفار زموږ د دین، خاوری او سر دښمنان دي، هیڅکله ئې باید په غوړو او امید بخښونکو وعدو تیر نه وځو، او نه ئې هم په اړه ښه ګومان وکړو، که څوک وايي چې طالبان دی جنګ بس کړي نو امریکایانو ته به دلته د پاتې کیدو څه پلمه پاتې نشي هغوی ته به دومره ووایو چې د کویت، سعودي عربستان، الجزایر، صومالیا، یمن، اردن، جاپان او جرمني تاریخونه او اوسنی وضعیت دی وګوري، او باید پوه شي چې په زور راغلي کله هم په رضا نه دي تللي او بیا دا امریکایان خو چې کله هم کوم هیواد ته تللي هلته ئې پاخه اړولي او د بیرته وتلو خو څه یادونه هم نه کوي، اوس ئې همدا پروسه په افغانستان کې هم روانه کړی ده، له طالبانو غواړي چې وسله پر مځکه کیږدي، د کفر غلامي و مني او بیا چې څه زموږ خوښه وي هغه به ترسره کیږي، په مظاهرو  څه نه کیږي، هغه دی مصر ستاسې پر وړاندی ښه مثال دی چې جهاد په کې نشته د یهودو ګوډاګیان پکې واکمن دي په مظاهره چیانو ئې څه حال جوړ کړی دی؟؟

همدا کیسه به بیا دلته هم تکراریږي، ولی چې امریکایان بیرته د وتلو په نیت نه دي راغلي، مګر هغه وخت چې د زور په واسطه وویستل شي، لکه روسان چې په زور وویستل شول، همداسې به امریکایان هم له دی هیواد نه په زور ویستل کيږي له زور پرته موږ ته بله لاره نه ده راپاتې.
د نړی په هرګوټ کې چې د اسلام مجاهدین په جهاد بوخت دي هغوی په زوره جنګ ګولو ته اړ ایستل شوي دي، یا خو تری ځايي منافقو حکومتونو حقوق تروړلي او یا پرې مستقیماً امریکایانو، اسرائیلیانو، روسانو او فرانسویانو یرغلونه کړي دي، اسلام د امن او سولی دي خو د سوال او عذر دین نه دی، اسلام وايي مسلمان باید کله هم ذلیل نشي بلکی د مسلمانان پر وړاندې باید کفار ذلیل او ټيټ سترګي وي، دا جدا خبره ده چې نن ورځ بالعکس مسلمانان له کفارو نه د خپل ژوند خیر غواړي.

که درست اسلامی امت د خپلو مجاهدو بچیانو سره اوګه په اوګه ودریږي، د غفلت له خوبه رابيدار شي، نو لری نه ده چې الله جل جلاله مسلمانانو ته بری ورکړي، اسلام حاکم شي، اسلامي حدو نافذ شي، امن، سوله، خوشحالي، پراخي او برکتونه رانازل شي، او اسلامي امت د خوشحالۍ ژوند پيل کړي، ور نه له دی پرته به اسلامي امت همداسې په امتحانونو او فتنو کې راښکیل وي او کفار به پرې خپلی ساعت تیرۍ کوي.
پای

د نړیوال اسلامي خلافت د قیام په هیله

لیکوال: حق پرست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x