افغانستان

حکمتیار په بهرني سفر ترکیې ته روان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ګلبدین حکمتیار په خپل لومړني سفر نن د سه شنبې په ورځ د کابل څخه ترکیې ته روان شو.

د ګډحکومت سره د سولې د تړون او کابل ته د راتګ وروسته دا د نوموړي لومړی سفر دی چې یوه بهرني هیواد ته یې کوي.

د سرچینو په حواله ویل شوي چې نوموړی به د ترکیې څخه سعودي عرب ته ولاړ شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ترکیې ته او بیا سعودي عرب ته د کومې موخې لپاره ځي خو ګمان کیږي چې په سعودي کې به عمره هم ادا کړي.

د یادونې وړ ده چې له ډیره وخته د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په ترکیه کې د جلا وطنی وخت تیروي، خو په دې وروستیو کې يې په اړه ویل کیږي چې کیدای شي بیرته هیواد ته را وګرځي.

دا هم معلومه نه ده چې حکمتیار به د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم سره په ترکیه کې وګوري او کنه..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ګلبدین د فساد په ډنډ کې خوله ووهله، ګوندې همدا یې لار او بیا راونه ګرځي.

اقبال

زه پوهیږم چه حکمتیار ترکیی ته ولی سفر کوی او هغه خپله سفر کوی که هغه ته د سفر کولو دستور یا قومالده ورکول شوی که یی په اړه څه لیکم تبصره به ډیره اوږده شی ښه به دا وی چه په اړه یی یوه لیکنه کی په ټولو خواوو ارزونه ولیکو دلته به لنډه دومره ولیکم : د ع او غ دوه سری حکومت جوړیدنه ،د ګلبدین انتقال له باګرامه دارالامان قصر ، د دوستم ایشجی معامله ، د عطا نور ، محقق او دوستم ایتلاف او داسی د افغانستان په کچه ، د پاکستان په کچه د نواز… نور لوستل »

محقق

والله اعلم چې ګلبدین حکمتیار د څه لپاره ترکې ته ځي.
خو د څو خبرو امکان سته.
۱- د جهاد د وخت حیف او میل سوې پبسې تر لاسه کول او سمبالول یې.
۲- د محقق د ایران سفر په مقابل کې د داعشیت لپاره د اردوګان او سعودیانو سره کتل.
۳- بی د امریکا له دستوره نه محقق او نه هم ګلبدین حکمتیار کوم داسې سفر کولی سی.
۴- دا هم له امکانه لرې نه ده چې د غنی لپاره د دوستم سره هم سر وجنګوی.
منتظر به سو چه د سفر نتیجه څه راوځي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x