افغانستان

ټیفا: د ټاکنو برخه کې د حکومت کړنې، پر ولس ملنډې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د رڼو ټاکڼو بنسټ «ټيفا» وايي، د راتلونکو ټاکنو په برخه کې د حکومت کړنې ماشومانه او پر ولس ملنډې دي.

د دې بنسټ مشر پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، ولسمشر د ټاکنو د کمیسیون د غړو په لرې کولو او ګومارلو کې قوانين تر پښو لاندې کړي.

نعیم ایوب زاده وايي، د ټاکنیزو کمیسیونونو کوم غړی که له غړيتوبه ایستل کېږي، په اوو ورځو کې يې پر ځای باید د غوراوي کمیټې له لوري د برابر شوي لیست څخه یو تن وګومارل شي.

هغه وویل، له بده مرغه ولسمشر په اوو ورځو کې څوک نوی غړی نه دی معرفي کړی، او د نوو څېرو د ټاکلو لپاره يې د غوراوي کمیټې بیا فعالیت پیل کړی، چې دا په ښکاره د قانون تر پښو لاندې کول دي او موږ يې غندو.

ایوب زاده، د ټاکنو کیمسیون څخه د نجیب الله احمدزي لري کول، د حکومت د مدیریت بحران بللی او په وينا يې د حکومت ګڼې چارې سرپرستان اداره کوي، چې اوس يې د ټاکنو کمیسیون ته هم سرایت کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر له ګوښه کولو وروسته ولسمشر د غوراوي کمېټه فعاله کړې، چې څو کسان به ولسمشر ته ور پېژني او هغه به يې بیا له منځه یو تن د یاد کمیسیون مشر ګوماري.

مسیر ورځپاڼه د کابل نیوز په حواله وايي، چې ځينو سفارتونو له حکومته غوښتي، د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزی باید رییس وټاکي.

ټيفا په داسې حال کې د حکومت کړنې ماشومانه بولي، چې تېره ورځ اجراییه رییس یوازې ټاکنې د حل لار وبلله او ټینګار يې وکړ چې په امن به ترسره شي.

د ګډ حکومت لپاره د ترسره شويو ټاکنو ناندریزو پایلو، پکې موجود فساد او پراخو بې باوريو، خلک له ټاکنو زړه توري کړي.

د شنونکو په باور، د جګړې پراختیا او د ولس بې باوري هغه څه دي چې راتلونکې ټاکنې به ترې بې اغېزې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د تیفا څخه څو لنډی پوښتنی: لمړی : کومی ټآکنی ؟ د دیموکراتیک شیطانی سیستم له مخی هم تآکنی باید په خپلواک هیواد کی تر سره شی زمونږ هیواد خپلواک او که بلواک دی ؟ دوهم : کوم حکومت ؟ په اشغال سربیره ، د ع او غ هغه دوه سری حکومت چه د امریکا په سفارت کی د امریکا د خارجه وزیر له خوا ټاکل شوی حکومت ته حکومت وایاست ؟ دریم : په کوم هیواد کی ټاکنی چه د خاوری زیاته برخه یی خپلواکه شوی، په لوی مرکزونو کی ټاکنی ؟ څلورم : شفافی ټاکنی؟ هغه ټآکنی چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x