سامسونګ د آیفون ایکس مقابل کې نوی مبایل وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د ایپل او سامسونګ کمپنۍ په مبایل وړاندې کولو کې له یو بل نه د مخکې کیدو کوښښ کوي.
د ایپل کمپنۍ تر ټولو نوی او ګران بیه مبایل آیفون ایکس چې څه موده وړاندې بازار ته وړاندې شوی و د نړۍ پام ځان ته جلب کړی و.

دا ځل سامسونګ هم په پام کې نیولې څو داسې مبایل وړاندې کړي چې د نړۍ پام ځانته راواړوي او هم د ایپل کمپنۍ آیفون ایکس مبایل ته ماتې ورکړي.

دوی غواړي د ګلیکسي ایکس Galaxy X په نامه نوی ماډل مبایل وړاندې کړي.

دغه مبایل به د نورو ډیرو ځانګړتیاو سره نوې او عجیبه ځانګړتیا دا هم لري چې د کات کیدلو سره به په جیب کې د بټوې په شکل کیښودل کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د بټوې په شکل کات کیدونکی ټیلفون بازار ته وړاندې کیږي، سامسونګ د همدې موخې لپاره د کوریا د فکري ملکیت د حقونو ادارې ته دا ډول ډیزاین د حقونو د اخیستلو مراجعه کړې وه.

تمه کیږي چې دا مبایل به په ۲۰۱۸ کال کې معرفي شي او ددې کال په پای او یا هم د ۲۰۱۹ په پیل کې بازار ته وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې هر کال سامسونګ او ایپل کمپنۍ نوي مبایلونه وړاندې کوي، چې هر یو یې له خپلو ځانګړتیاو سره د نړۍ پام جلب کړی وي، نیزدې وخت مخکې سامسونګ ګلیکسي ایس۸ Galaxy S8 او ایپل آیفون ایکس IPhone X وړاندې کړي و.