
ناټو د ملکي تلفاتو له امله بښنه وغوښته
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان د دوی د ځواکونو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې له امله بښنه وغوښته.
جنرال نېکلسن پرون په کندوز کې يوې غونډې ته ومنله، چې ځواکونو یې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
نېکلسن، چې په سفر کې ورسره د ملی امنیت رییس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک او لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم ملګري وو، د کندوز خلکو ته د امن سینه ډبولې ده.
نوموړي پخپلو خبرو کې وویل: « يو ځل بیا وایم، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې مو چې څه په وس کې دي کوو يې، د هغو مرګ ـ ژوبلو له امله چې تازه شوې دي، بښنه غواړم.»
د ناټو قومندان کندوزیانو ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې ټاکنې به هم په امن کې ترسره کېږي او دوی باید ورته اندېښمن نه وي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرال نېکلسن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د نظام په اړه بحث د افغانانو خپل کار دی « نه د کوم اشغالګر.»
مجاهد وايي، نېکولسن نه شي کولی «خپله اشغالګرانه څېره پټه کړي او افغان غیرتي ولس تیر باسي».
مجاهد زیاتوي : «افغانان اشغالګر په هېڅ څېره کې هم نهشي منلی، په افغانستان کې د نظام جوړونې ډول، طریقه او پروسه د افغانانو کار دی، نه دي اشغالګرو د نظامي قومندان».
نوموړي « تر بشپړې خپلواکۍ» د جګړې پر دوام ټينګار کړی او د امریکا نوې ستراتېژي يې بشپړه ناکامه بللې.
د ناټو عمومي قومندان په داسې حال کې د ملکي مرګ ـ ژوبلې له امله بښنه غواړي، چې افغان چارواکو په دې وروستیو کې د ګڼو ملکي تلفاتو په اړه څرګندونه هم نه ده کړې.
د امریکا د نوې ستراتېژۍ له پیل سره په هلمند، کاپیسا او میدان وردګو کې لسګونه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ کورونه ويجاړ شوي دي.
وړمه اوونۍ د میدان په نرخ کې د کورنیو عسکرو په ملتیا بهرنیانو په یوه مدرسه کې یوویشت تنه د قران حافظان ووژل، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.
ياده دې وي د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره څانګه، یوناما د ملکي تلفاتو په کلني راپور کې د بهرنیانو ګراف ډېر کم ښيي.
نیکلسن همدی ضد او نقیض احمقانه منطق او ژمنو ته وګوره چه له یوی خوا په جانی تلفاتو اعتراف کوی او د تیرویستلو او ریاکار بخښنه له خلکو غواړی او په څنګ کی ورسره د امنیت ژمنی یادوی چه مونږ به تاسی ته امنیت راولو . دغه خر جانی تلفات ، د کورونو ، پلونو او دکانونو ورانولو ته وایی که د انسانانو وژلو ته ؟ دا چه تاسی خلک وژلی او وژنی او بیا ورسره څنګ کی د امنیت دروغین شعار بادوی. وایی دروغجن حافظه نه لری. دا منو چه دوی زمونږ هیواد په ډیر وحشت اشغال کړی ولی… نور لوستل »