هلمند: موسی کلا کې امریکايي عسکرو بازار ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند په موسی کلا کې تېره شپه امریکايي عسکرو یو بازار لوټلی او وروسته يې ویجاړ کړی دی.

دغه بازار چې «ښایسته بازار» نومېده، د درېیو ولسوالیو خلکو ترې د اړتیا وړ مودا پېرل، چې تېره شپه پرې امریکايي ځواکونو چاپه ووهله.

په پېښه کې د بازار ګڼ دوکانونه لوټ شوي او ګڼ شمېر يې نور سوځولي دي.

پر مالي تاوان سربېره په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د بازار څلور چوکیداران يې ژوندي وړي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې له ولسي وګړو سره خواخوږي ښوودلې او دا پېښه يې یو بل «جنایت» بللی دی.

خبرپاڼه کاږي: «اسلامي امارت دا ډول جنایت په کلکه غندي او د امریکايي اشغالګرو د مایوسۍ او ماتې سترې علامې يې بولي».

تر اوسه د هلمند ځايي حکومتي ادارې یا هم بهرنیانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې تېره ورځ د ناټو عمومي قومندان د ملکي تلفاتو له کبله بښنه وغوښته.

نېکولسن په کندوز کې خبري ناستې ته پر ملکي تلفاتو اعتراف وکړ او بښنه يې وغوښته.

تېره اوونۍ هم د هلمند په بهرامچه کې بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ملکي وګړي ووژل او ګڼ کورونه يې ونړول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د