
د افغانستان، هند او ایران ترمنځ درې اړخيز پرېکړه لیک
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د چابهار له بندره د ګټه پورته کولو درې اړخیز پرېکړه لیک مسوده وروستۍ شوې ده.
ښاغلي شکېب مستغني وویل، د چابهار له بندره د ګټه پورته کولو درې اړخیزه پرېکړه لیک به په یوه میاشت کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ لاسلیک شي.
د دې پرېکړه لیک پر بنسټ، افغانستان او هند کولای شي خپل سوداګریز توکي د چابهار له بندره ولېږدوي.
ایران د چابهار په بندر کې پنځوس هکټاره ځمکه له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان سوداګرو په واک کې ورکړې ده.