افغانستان

عثماني: ځواکمنه مافیا د سترو برېښنا بندونو د جوړولو مخالفت کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي، د اوبو د تنظیم په برخه کې فساد د اندېښنې وړ دی او افغان دولت تراوسه پر دې نه دی توانېدلی، چې د هېواد اوبه مهار کړي.

نوموړي نن په کابل کې «د اوبو ژورنالېزم د څلورم بحث» تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ځواکمنه مافیا د هېواد د سترو بندونو په جوړولو کې خنډونه رامنځته کوي او قوي ملاتړ هم لري.

د عثماني په خبره، د اوبو بندونو د نه جوړېدو یو لامل هم په دې برخه کې د ځواکمنې مافیا موجودیت دی.

د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزیر وویل، افغانستان هغه وخت پر ځان بسیاینې ته رسېږي، چې خپلې اوبه مدیریت کړي او ګټه ترې واخلي.

ده له رسنیو هم وغوښتل چې د اوبو او په دې برخه کې د سترو پروژو په اړه څېړنیز راپورونه چمتو کړي او دغه موضوع دې په رسنیو کې د بحث وړ موضوع وګرځوي.

ښاغلي عثماني د کومې ډلې نوم یاد نه کړ؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوړ پوړی چارواکی د اوبو برېښنا بندونو په برخه کې د شته مافیا یادونه کوي.

افغانستان اوسمهال هر کال تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر د برېښنا کلنی بیل ورکوي.

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ډېری ولایتونو برېښنا وارداتي ده، چې د ژمي په موسم کې یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان د اوبو پرېمانه سرچینې لري؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله پر برېښنا کوټونو کار نه پلېږي، چې افغانستان یې د ګاونډیو هېوادونو وارداتي برېښنا ته اړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x