افغانستان

فاریاب: طالبانو د «نیشر» ستراتېژيکه سیمه نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ د «نیشر» ستراتېژیکه سیمه نیولې ده او د ولسي پاڅون کوونکو درې کسان یې وژلي او څلور نور یې له ځانونو سره بېولي دي.

د بلچراغ ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان غفور پهلوان په خبره، د نیشر سیمې پر چرمګري پوستې طالبانو نن سهار برید کړی او د نور محمد  په نامه یې د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان دوه تنه وژلی او څلور تنه یې ژوندي نیولي دي.

دی وايي، طالبانو د بلچراغ ـ میمنې لاره هم تړلې ده او اوسمهال یې د نیشر سیمه تر بشپړ ولکې لاندې راغلې ده.

فاریاب: طالبان وايي د اوبو رسولو لویه پروژه یې پیل کړې

یاده دې وي، نیشر د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالۍ له پښتونکوټ ولسوالۍ او میمنې ښار ته نښلوي.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اوبو رسولو پر یوې لویې پروژې هم کار پیل کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x