هاشم الکوزی: کابل کې د پوليسو له تشکيل نه د نامسووله وسله والو شمېر زيات دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو د کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي نن په کابل کې د وسلو د جواز ورکولو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، ډیری نامسووله کسان د امنيتي ادارو له پوځي یونيفورم څخه په استفادې وسلې ګرځوي چې خلکو ته يې اندېښې پيدا کړي دي.

الکوزی وايي، په کابل ښار کې د پوليسو له تشکيل نه، د نامسووله وسله والو شمېر زيات دی، چې آن تعداد يې ۴۵زره کسانو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، د کابل په ګډون، د بلخ، ننګرهار، کندز او يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو ورته د نامسووله وسله والو له فعاليتونو او هغوی سره د ناوړه چلند څخه شکايتونه کړي دي.

تر دې مخکې هم د هېواد له يو شمېر ولايتونو څخه د نامسووله وسله والو د غلاوو، اختطافونو، غصب او په ځينو قتلونو کې د لاس لرلو راپورونه ورکړل شوي دي.

خو هاشم الکوزي وويل، د وسلو د جوازونو د نوې کړنلارې له مخې به دغه ستونزې يو څه کمه شي.

په عين حال کې، د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک وايي، له ۹۰ زرو ډېرې وسلې ويشل شوي، په خبره يې د نوې کړنلارې له مخې يواځې ۵۵ زره کسانو ته يې جوازونه تمديد شوي دي.

تر دې مخکې د وسلې ګرځولو جواز فيس نه درلود، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، اوس به د وسلې د جواز اخيستونکي څخه فيس هم اخيستل کېږي.

زياتوي، نوې تګلاره کې پرمختللی تخنيک کارول شوی چې د وسلې اخيستونکي ټولې ځانګړتياوې بايوميټريک کېږي او په وينا يې دغه جوازونه جعل کاران هم نه شي جوړولی.

په داسې حال کې د جواز ورکولو خبره کېږي چې د سوداګرۍ خونه وايي، ډيری مجرمين او غير مسووله وسله وال د جواز لرونکو وسلو سربيره درنې وسلې لکه پيکا- راکټ هم ګرځوي چې د سوداګرو ژوند او کاروبار يې د ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی وايي، دغه وسله وال د دولتي امکاناتو په ګټې اخيستنې او د چارواکو په ملاتړ غلاوې، اختطافونه او قتلونه کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبيده فكتيكا وال
میلمه

اربكيان تول نا مسؤله وسلوال دي مسلمان زوروي