د نن سرلیکنه

د ټاکنو قسمي اعلان شوې پایلې تر کومه د منلو وړدي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د ټاکنو له تر سره کیدو پوره یوه اونۍ وروسته  پرون دیکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون  د ټاکنو د لس سلنه  رایو  داسې پایلې اعلان کړې چې ښايي دوی خپله هم ورباندې باور ونه لري.

 

د دغو پایلو له اعلان سره سم  دا ثابته  شوه  چې  د انتخاباتو په نوم  تر سره شوې ډرامه  هسې د ولس تیر ایستلو  یوه  هڅه  وه  چې  د امریکایانو د وروستي نمایش په توګه  ترسره  شوه .

د بیلګې  په توګه په قسمي  اعلان شویو  پایلوکې  ډاکټر عبدالله عبدالله  مخکښ کاندید ښودل شوی  دی ، حال دا چې  ډاکټر عبدالله او دهغه انتخابي ټیم  ټول هغه څوک  دي چې  یواځې د کابل په ښارکې  د دوی د خپل منځي جګړو له کبله ۶۰۰۰۰ بیوزله کابلیان  وژل شوي، ایا دابه کوم سالم  عقل ومني  چې د وژل شوي پلار زوي دي د خپل پلار د قاتل په ګټه  خپله رایه وکاروي؟

 همدا راز  د ولسمشرۍ بل مخکښ  اشرف غنی ښودل شوی  چې  خپل ټول  ژوند اوسیاسي فعالیت  یې له خپل هیواده لیري په غرب کې تیرکړی، تر دې چې  له هغه چاپیریال نه په تأثرسره یې  اوس  فامیلي ارتباط هم  له خپل ولس سره  قطع شوی ، او دهغه ترڅنګ یې خپل لومړی مرستیال هم داسې څوک ټاکلی  چې اوس یې هم  نوم د بشري حقونو د دفاع  کمیټي  (Human Rights Watch) په لیست کې د جنګي مجرم په حیث درج دی، نو اوس به د کوم انساني ضمیر له مخې افغان مسلمان ولس خپله رایه د داسې یو شخص په ګټه وکاروي چې هم د هغه  په مذهبي انتماء بي اعتماده ،او هم یې د انتخاباتي ټیم لومړی شریک داسې څوک وي چې محلي او نړیوال حقوقي  بنسټونه یې د جنګي مجرم په نوم پیژني.

که څه هم چې انتخاباتي بهیر ظاهرا په یوه دیموکراتیکه بڼه تر سره اونړۍ ته داوښودل شول چې افغانانو د خپل راتلونکي زعامت لپاره خپلې رایې وکارولې خو اوس د پایلو د اعلانیدو پرمهال  د هغې ناسم والی معلومیږي او لیدل کیږي چې دا ټاکنیز بهیرخپله د کاندیدانو لخوا تخریب، او تربل هرچا له مخه یې خپله دوي  په مشروعیت  نه پیژني او  د جعلکاري، تقلب  او مداخلاتو الزامونه ورباندې لګوي .

په خلاصه ډول ویلای شو چې نه یواځې داچې ولس ته  دقسمي  رایو د پایلو اعلان  د منلو وړنه دی بلکي ټوله هغه انتخاباتي پروژه  چې  داشغال تر سیوري لاندې د هیواد دفاسدو چارواکو تر سرپرستي لاندې ترسره شوې په هیڅ صورت دمنلو وړنه  او نه  په هیڅ صورت د افغان ځوریدلی ولس  د ستونزې  د  حل  څه هیله ترې کیدلای شي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x