fbpx

د نظر تیزولو لپاره د یوه چیني نايي عجیبه طریقه / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د چین په بیجینګ ښار کې یوه نایي ادعا کړې چې د خرېیلو له لارې د سترګو نظر تیزولی شي.

چینایي نایي “ژیونګ ګاوو” د بلیډ/پاکي له لارې سترګې پاکوي، نوموړی له تیرو څلویښتو کالو راهیسي دغه عجیب کار کوي او وایي چې دی بې له کومې ستونزې خپلې سترګې د همدغې لارې پاکوي.

دده په وینا دی د سترګو تور غټکی شاته کړي او د شاوخوا ټول سپینوالی یې په بلیډ سره پاکوي، دغه کار له ده څخه ۵ دقیقې وخت نیسي.

له سترګو څخه د جراثیم ختمولو لپاره بلیډ په آیوډین پریمنځي او بیا پرې سترګه پاکه او یا (په اصطلاح وخریي)، ددې کار ترسره کولو نه وروسته نظر کې تیزوالی راځي، او هر څه روښانه ښکاري.

نوموړی دغه کار له څلویښتو کالو راهیسي ترسره کوي او وایي چې تر اوسه یې کومه ستونزه مخ ته نه ده راغلې او نه هم د شکایت لپاره ده ته څوک راغلي.

دده په وینا دی د داسې خلکو سترګې پاکوي چې عمر یې له ۳۰ کالو څخه زیات وي، ځکه چې دداسې خلکو په سترګو کې خاورې او نور جراثیم ډیر داخلیږي چې پاکول یې اړین وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د