د جګړې ګټلو په اټکل کې طالبان تیروتلې که جنرال نیکلسن؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تیره ورځ د هیواد شمالي ولایت کندوز ته د سفر په مهال له دولتي چارواکو سره په څرګندونو کې وویل : «که طالبان فکر کوي، چې د جګړې له لارې به بریالي شي دا د هغوی تېروتنه ده».

دا خبره د جنرال نیکلسن د وینا په توګه نه ، بلکې د یوه مسلم حقیقت په حیث هر چا ته په اثبات رسیدلې چې نه یواځې طالبان ؛ بلکې هرڅوک چې غواړي د جګړې او وسلې په زور خپله رایه پر خلګو تحمیل او په هغه کې دي بریالی شي یوه ستره اشتباه ده.

که د جګړې او وسلې په زور په افغانستان کې د امریکا او ناټو تیر ۱۶ کلن موجودیت ته وکتل شي دا خبره تري جوتیږي چې هغوي د جګړو او ډیرو پرمختللیو وسلو له لارې ډیره هڅه وکړه چې خپله نظریه او اراده پر افغان ولس تحمیل کړي خو ونه توانیدل.

امریکایانو د دې کار لپاره تقریبا دری تریلیون ډالره مالي لګښت وکړ، خواوشا ۳۰۰۰ پوځیان یې له لاسه ورکړل، لسګونو زره سرتیرې یې ژوبل او په سلګونو زره نور یې په عقلي او عصبي ناروغیو اخته کړل خو له دې ټول پوځي زور او د ناټو تړون غوندي ځواکمن حلیف له ملاتړ سره سره یې یواځې په کابل کې خپل سفارت د طالبانو له بریدونو خوندي نکړای شو.

همدا اوس چې هغوی په افغانستان کې د ۹ پوځي اډو په شمول ۱۵زره جنګي سرتیري لري یواځې دومره نشي کولای چې د خپل د دفاع وزیر جیمس ماټیس او ناټو سرمنشي د راتګ لپاره فقط د نیم ساعت لپاره د کابل هوايي ډګر چې لویشت لویشت یې د دوي د استخباراتي او امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې دي امنیت تأمین کړي.

خپله همدا نیکلسن د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د ناټو له قومنداني د امریکا تر سفارت پوري چې سل ، یونیم سل متره واټن دی د پیاده تللو جرئت نشي کولای.

د دوي تر حمايي لاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د کابینې وزیران یې له ارګه تر وزارتونو پوري په زغروالو وسائطو کې د ښکاره تګ راتګ توان تصور هم نشي کولای.

د دفاع او امنیتي ارګانونو پوځي جنرالان، پارلماني وکیلان، اونور دولتي چارواکي په کابل ښار کې د سیمنټي دیوالونو په حصار کې ژوند تیروي.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د یوه ولایت والي او امنیه قومندان هم له خپل ولایت څخه کابل او له کابل څخه خپل ولایت ته د ځمکي له لارې د تللو جرئت نه لري.

د هیواد ډیری ولایتي مراکز همدا اوس د سقوط په درشل او یا د طالبانو تر محاصرې لاندې دي…

جنرال نیکلسن چې د جګړې له لارې د طالبانو بریا د هغوی تیروتنه بولي یوځل دی د بي ۵۲ او ایف ۱۶جنګي الوتکو تر سیوري لاندې د خپلې واکمنۍ جاج هم واخلي چې دی په تیرې ۱۶ کلنې جګړې کې چې د ټولې غربي نړۍ پوځي ملاتړ هم ورسره دی څومره بریالی دی؟

حقیقت دا دی چې د جنرال نیکلسن او د هغه د نړیوالو پوځي ایتلافیانو په نسبت اوس هم طالبان د افغانستان په زیاته برخه واکمن دي.

ځکه طالب چاراکي په ډیرې آسانۍ سره د هیواد له یوې سیمې بلې هغې ته په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شي، حال دا چې هغوي نه د ځان د ساتنې لپاره په هواکې بي ۵۲ الوتکې لري او نه هم په ځمکه زغره لرونکي مفشن نقلیه وسائط ؛ بلکې ټول تنقلات یې د عادي مواصلاتو او موټرسایکلونو په وسیله تر سره کیږي خو بیايي هم د جنرال نیکلسن او د هغه د شمالي اتلانتیک پوځي تړون مجهز پوځیان له خپلو ټولو هوايي او ځمکني وسائلو سره له ښکاره ماتې سره مخ کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

رشتيا هم د نيواکګرو ځواکونو د عمومي قوماندان دا خبره تېر وتنه يا لافي او غټ بازۍ دي چي وايي: «که طالبان فکر کوي، چې د جګړې له لارې به بریالي شي دا د هغوی تېروتنه ده». موږ خو دوی ته ورښوولای سو چي تر دوی دمخه په دې نژدې وختونو کي انګريزي او روسي ښکېلاکګر افغانانو د جګړې له لاري له خپله هيواده ايستلي او پر ښکېلاکګرو بريالي سوي دي. داسي لا هم سوي دي چي اشغالګر يې له خپل ټاټوبي څخه په جګړه ايستلي دي او ورپسې يې په جګړه د هغو هيواد نيولی او د هغو واکمن… نور لوستل »

ياسر
میلمه

په گوتو مو بركت شه
دا ریښتینې حقائق دي