دیني، سیرت او تاریخ

د موحد تیروتنې (دوهمه برخه) ليكوال: مصطفى زمريال

hadees_alnabiد موحد تېروتنې (دوهمه برخه)

لکه څرنګه چې مو ژمنه کړې وه، مونږ به د موحد تیروتنې په عقل او نقل دواړو ځوابوو، دا دی په دې برخه کې ځینې نقلي دلایل ستاسو په وړاندې ږدو او قضاوت تاسو ته پریږدو چې آیا ټوله وحې په قرآن کې راخلاصه شوې او که په احادیثو کې راغلي احکام هم د وحې په ذریعه نازلیدل؟؟:

د احادیثو د مستقلې وحې په اثبات کې نور دلائل:

پخوانیو او اوسنیو علماوو په دې اجماع کړې چې په شریعت کې ځینې داسې احکام شته چې په قرآن کې ثابت وي خو د سنت له لارې یې حکم راغلی وي.

امام الشافعي رحمة الله علیه سنت په لاندې دریوو اقسامو ویشلي او جمهورو علماوو ورسره اتفاق کړی:

اول: مؤکد سنت: دې ته وايي چې قرآني احکام ورباندې تایید شوي وي، یعنې هغه حکم چې په قرآن کې راغلی وي په سنتو کې هم په بله بڼه وارد شوی وي.

دوهم: مبيّن سنت: هغه سنت ته وايي چې د ایت مراد او معنی یې واضحه کړي وي، او په لاندې څلور ډوله دی:

۱-د مجمل حکم تفصیل: لکه د زکات نصاب.

۲-د مشکل وضاحت: لکه د روژې په ایت کې د سپین او تور تار معنی د سهار په راختلو کول.

۳-د مطلق حکم تقیید: لکه د غله ښی لاس پرې کول.

۴-د عام حکم تخصیص: لکه د میراث حکم هغو اولادونو ته تخصیصول چې د موروث قاتل نه وي.

دریم: د مستقل حکم بیانوونکی سنت: لکه په میراث کې د نیا د ونډې حکم، یا د سړیو لپاره د سرو زرو او وریښمو د تحریم حکم.

کیدی شي په دې ځای کې موحد پوښتنه راولاړه کړي چې ولې له یوې خوا وایو چې په قرآن کې د ټولو احکامو اصول راغونډ شوي، او له بلې خوا وایو چې په احادیثو کې داسې احکام شته چې په قرآن کې اصل نلري او په مستقلې وحیې سره نازل شوي وي؟؟

ددې پوښتنې ځواب ډیره ساده دی، هغه حکم چې په مستقلې وحیې سره نازل شوی (لکه د نارینه وو لپاره د سروزرو او وریښمو تحریم) هم په قرآن کې اصل لري، د دا ډول احکامو اصول هغه قرآني ایتونه دي چې مونږ ته د پیغمبر علیه السلام په اطاعت او پیروۍ امر کوي، لکه:

(قل إن كنتم تحبون الله فاتبعوني یحببکم الله): ووایه ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم)! که چیرته تاسو د الله جل جلاله سره محبت کوئ نو زما تابعداري وکړئ الله جل جلاله به له تاسو سره محبت وکړي.

(وما آتاکم الرسول فخذوه وما نهاکم عنه فانتهوا): او هغه څه چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) تاسو ته دروړي ترې وایې خلئ (عملي یې کړئ) او هغه څه چې تاسو یې ترې منع کړي یاست ځانونه ترې وژغورئ.

(وأطيعوا الله وأطيعوا الرسول): او تاسو د الله جل جلاله اطاعت وکړئ او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ.

(وإن تطيعوه تهتدوا): او که تاسو د هغه (پیغمبر صلی الله علیه وسلم) اطاعت وکړئ نو هدایت به مو په برخه شي.

(من يطع الرسول فقد أطاع الله): چا چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت کوي په حقیقت کې یې د الله جل جلاله اطاعت وکړ.

ددې ایتونو معنی دا شوه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر قول او عمل پیروي او متابعت په مونږ لازم او واجب دی، نو بناء په مستقلې وحې سره نازل شوي احکام هیڅکله د قرآن په کافي والي او شافي والي کې قصور نه رامنځته کوي بلکې پورتني ټول ایتونه د هغو احکامو لپاره د اصولو حیثیت لري کوم چې په مستقلې وحې سره نازل شوي. د موحد اندیښنه به هغه وخت پرځای وی چې مونږ ته په قرآن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د متابعت او پیروۍ امر نه وی شوی. په دې باندې خو موحد پخپله هم اقرار کوي چې نبوي سنت د قرآن شرح او تفصیل دي، نو بیا په دې کې څه اشکال ويني چې ټول نبوي احادیث په مستقلې وحې سره د پورتنیو ایتونو فروع وګرځي؟؟

ددې مثال دا دی چې یو حاکم خپل رعیت ته د قاصد په لاس لیکلی پیغام واستوي، چې له يوې خوا پکې د پیغام په کافي والي ټینګار شوی وي، او له بلې خوا حاکم په خصوصي توګه قاصد ته ځینې داسې اضافي هدایات هم ورکړي وي چې په لیکلي پیغام کې شتون ونلري، مثلا که داسې پوښتنه درنه وشوه داسې ورته وایه او که داسې وپوښتل شوې داسې وایه، نو آیا که چیرته قاصد همدا اضافي معلومات خلکو ته ورکوي، دا به د پیغام په کافي والی شک پیدا کړي او که به په لیک کې د حاکم د هغې خبرې معنی وي چې وايي د قاصد د اوامرو اطاعت او پیروۍ هم کوئ؟؟

همدا ډول (ولله المثل الاعلی)، قرآن مونږ ته امر کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هرې خبرې متابعت وکړو، نو اوس که چيرته الله جل جلاله خپل پیغمبر ته د احادیثو په شکل مستقله وحې وکړي هم زه یې د قرآني وحې فرع ګڼم او د قرآن په کافي والي کې هیڅ شک او شبهه نه کوم.

نو ولې موحد ددې پرځای چې د احادیثو د مستقلې وحې څخه انکار وکړي، ټول نبوي احادیث د هغو آیتونو فرع نه ګڼي په کوم کې چې مونږ ته د پیغمبر علیه السلام د متابعت او اطاعت امر کیږي؟؟

لکه مخکې مو چې وویل موحد له دې ډاره چې څوک به په قرآن نیوکه وکړي او د ناکافي والي ګوته به ورته ونیسي د احادیثو د مستقلې وحې څخه انکار ته پناه وړې، او له ناوې نه لاندې د باران نه پټ شوی، حال دا چې د دې شبهې د دفع کولو لپاره غوره لار هغه وه کومه چې وړاندې ذکر شوه او کومه چې د لاندې حدیث په استناد د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه رایه هم ده.

بخاري او مسلم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روات کړی چې فرمايي: (لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله): د الله لعنت دې وي په هغې ښځې وي پخپله یا بلې ښځې ته تر پوستکي لاندې په مخ یا بل ځای خالونه ږدي، او په هغې ښځې دې هم لعنت وي چې د خپل یا بل چا د مخ او وروځو نه ویښته وباسي، او په هغې ښځې دې هم د الله لعنت وي چې د ښکلا په خاطر د غاښونو ترمنځ فاصله راولي او د الله تعالی خلقت ته تغیر ورکوي.

د ابن مسعود رضي الله عنه دا خبره د (ام یعقوب په نامه) یوې ښځې ته چې په قرآن هم پوهیده ورسیده، راغله او ورته ویې ویل: زه خبره شوې یم چې ته په فلانۍ او فلانۍ ښځې باندې لعنت وایې؟ ابن مسعود رضي الله عنه وویل: هو، په هغه چا چې د الله پیغمبر لعنت ویلي وي او په قرآن کې پرې لعنت ویل شوي وي، زه ولې پرې لعنت ونه وایم؟

ښځې وویل: ما قرآن لوستلی خو په هغه چا چې ته لعنت وایې په قرآن کې نشته!.

ابن مسعود رضي الله عنه وویل: (لئن كنت قرأتيه لقد وجدتيه): که تا قرآن لوستلی وی نو خاما به دې پیدا کړی وی. بیا یې ورته دا مبارک آیت تلاوت کړ چې: {وَمَا آتَاكُمْ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا}: او هغه څه چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) تاسو ته دروړي ترې وایې خلئ (عملي یې کړئ) او هغه څه چې تاسو یې ترې منع کړي یاست ځانونه ترې وژغورئ؟

په بل روایت کې راځي چې ابن مسعود رضي الله عنه ترې پوښتنه وکړه چې آیا تا دا آیت ندی لوستلی؟، ښځې وویل: هو لوستلی مې دی، نو ابن مسعود رضي الله عنه وویل: (فَإِنَّهُ قَدْ نَهَى عَنْهُ): نو پس د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم ترې منع کړې.

وګورئ ابن مسعود رضي الله عنه په دې خبره چې د واشمې، مستوشمې، نامصې، متنمصې باندې لعنت پکې ندی راغلی، قرآن یې نیمګړی ونه ګاڼه، بلکې دا یې د قرآن د هغه ایت فرع وګڼله چې فرمايي: (وَمَا آتَاكُمْ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا).

په راتلونکې برخه کې به د یو لړ نورو دلایلو سربیره، په دې موضوع هم رڼا واچوو چې د احادیثو د مستقلې یا مشترکې وحې د موضوع په څیړلو باندې څه مرتبیږي؟.

دا به راتلونکې برخې ته پریږدو..

ليكنه: مصطفى زمريال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x