افغانستان

د غزني ولایت چارواکو د اربکیانو د مشهور قومندان عباس وژل کېدل ومنل

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو یو مشهور قومندان عباس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوی. ددغه ولایت مرستیال والي احمد علي احمدي پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې دغه پېښه سهار وختي د اندړو په کنسپ سیمه کې رامنځته شوې. دده په وینا په نښته کې  ۳ نور اربکیان ټپي شويدي. خو ځينې سرچینې ددغو ټپي شوو کسانو په اړه وايي چې ځای پر ځای وژل شويدي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى او ویلي یې دي چې دوی د شپې ۱۲ بجې د اندړو د ولسوالۍ په کنسپ کلي کې په اربکیانو برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۶ اربکیان ووژل شول.  د طالبانو له لوري نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی ددغو وژل شوو کسانو څخه ۵ وسلې او یو پيکا له ځانه سره وړې. طالبانو د عباس قومندان او د ملګرو وژل کیدل خپله بریا او د اربکیانو سخته ماته ګڼلې.

قومندان عباس د محمدالله قومندان ځای ناستی و او اوسمهال يې په اندړو کې د اربکیانو مشري کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x