نړۍ

پنس: ټرمپ قدس شریف ته د امریکا د سفارت پر نقلولو جدي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس نن د سې شنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ قدس شریف ته د امریکا د سفارت پر نقلولو جدي دی.

نوموړي دغه خبري په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل د دولت د جوړېدو د غوښتنې د قبلېدو په اویایمه کلیزه کې وکړې.

نوموړي یهودانو ته ډاډ ورکړ چې د امریکا سفارت به ډېر ژر د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال شي.

باید وویل شي چې د اسرائیل له لوري د قدس شریف ښار په شمول د ټول فلسطین تر نیول کېدو وروسته لا هم په نړیواله توګه قدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه نه پيژندل کیږي او یوه متنازعه قضیه بلل کیږي. فلسطینیان او عربي هیوادونه تر اوسه قدس شریف د فلسطین پلازمینه بلله او د امریکا په شمول د اسرائیل ځیني ملاتړي هیوادونه قدس شریف د اسرائیل پلازمینه بولي، خو د عربي هیوادونو د مخالفت له امله یې تر اوسه نه غوښتل چې سفارتونه هم قدس شریف ته انتقال کړي، ځکه چې په دې توګه به د اسرائیل غوښتنه له یوه مخي عملي شي.

ویل کیږي چې اوس عربي هیوادونه هم د قدس شریف د ښار په نیمايي تقسیم راضي شوي دي، په ځانګړي ډول کله چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین هیواد د جوړېدونې غوښتنه وکړه او وې ویل چې پلازمینه به یې د قدس ښار «ختیځه» برخه وي. خو تر اوسه نه هم اسرائیل او نه یې نور ملاتړي حتی په ختیځه برخه فلسطینیانو ته قایل دي.

د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ټرمپ وعده کړې وه چې د انتخاب وروسته به د تل ابیب څخه سفارت قدس شریف ته انتقالوي خو د جون په میاشت کې نوموړي د یوه ځانګړي فرمان له مخې امر وکړ چې سفارت دي په تل ابیب کې پاته شي ځکه چې په منځني ختیځ کې نورې شخړې ډیرې دی.

نوموړی به د را روانې میاشتې دیسمبر په لومړیو کې یو ځل بیا خپل پر فرمان نظرثاني کوي چې باید سفارت انتقال کړي او کنه.. خو ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته دا هم ویلي وه چې لومړی هڅه کوي تر څو اسرائیل او فلسطینیان پر خپل منځي سولې توافق ته سره ورسیږي او بیا سفارت انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا په واشنګټن کې د فلسطین د رسمي حکومت نمایندګي ته هم ګواښ کړی چې که د اسرائیل سره توافق نه کوي نو د نمایندګۍ رسمیت به یې لغوه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x