نړۍ

سعودي: د پخواني پاچا ملک عبدالله زوی له بنده ازاد شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودي شاهي کورنۍ ځینو ښځینه غړو پر ټولنیزو پاڼو تایید کړې چې د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز زوی متعب له بنده را خلاص شوی دی.

نوموړی شاوخوا درې اونۍ تر مخه د فساد په تور د «شاهي ګارډ» له وزارته ګوښه کړل شو او بیا د فساد په تور په ریاض کې په یوه هوټل کې بندي وساتل شو.

په ورته توګه د سعودي یو شمېر نور امیران، پخواني او اوسني وزیران او تجاران د فساد په تور ونیول شول او تر اوسه لا بندیان دي.

ددې تر مخه د میډل ایسټ آی په نامه خبري ویبپاڼې ویلي وه چې په بندي خانه کې پر نیول شویو امیرانو سخت ظلمونه کیږي او هغوی اړ ایستل کیږي چې تر خپلو ملکیتونو تېر شي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان څو ورځې وړاندي د نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل چې ۹۵ سلنه بندیان چمتو دي تر څو د حکومت سره په مالي برخه کې تفاهم ته ورسیږي، څلور سلنه یې غواړي چې محکمه ورسره وشي او یو سلنه له ټولو تهمتونو پاک دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې متعب بن عبدالله به په کومو شرایطو له بنده ازاد شوی وي.

که څه هم د سعودي حکومت وايي چې د فساد سره د مبارزې په ترڅ کې یې دغه کسان نیولی دی او ادعا کوي چې سل ملیارده ډالر اختلاس او فساد شوی خو د سعودي په اړه اکثره کارپوهان وايي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان غواړي له یوه اړخه خپل مخالفین وځپي او له بله اړخه غواړي چې د هغوی اموال هم تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x