دیني، سیرت او تاریخ

د ښځو سينګار او سينګار ځايونه

عبدالمالک همت

په هر مهال او هر ولس کي ښځي د ځان جوړولو او سينګار سره ځانګړې مينه لري. د اسلام مبارک دين هم د دې لطيف جنس دغه طبيعي ذوق او شوق له پامه نه دى غورځولى. زموږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دې هکله هم څرګندي لارښووني کړي دي. په دې هکله د هغه دې حديث ته پام وکړئ:

«إِنَّ اللَّهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ » (صحيح مسلم او مسند احمد).

ژباړه : الله تبارک و تعالى پخپله ډېر ښکلى دى او ښکلا ډېره خوښوي.

معنا داچي زموږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم غواړي چي موږ صاف ستره اوسو، د باطني پاکۍ او سپېڅلتيا ترڅنګ خپلي ظاهري بڼي، د سر او ورېښتانو او د کالو پاکوالي او خواپاکۍ ته هم متوجه اوسو . قرآن کريم فرمايي:

﴿ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ﴾ [الاعراف:٣٢]

ژباړه: (اى پيغمبره ! د مشرکينو دغو جاهلانو ته) ووايه چي:”آخر څوک دى چي د ښکلا دغه وسايل (دغه ښه کالي) يې(پر تاسي باندي) حرام کړي دي، کوم چي الله خپلو بنده ګانو ته پيدا کړي دي (او د هغو ښايست يې ګرځولي دي) ؟ او (همدا راز) چا (پر تاسي باندي) د لوى څښتن د پاکي روزۍ شيان منع کړي دي؟“.

ښځي ته په حلالو شيانو او په هغو شيانو چي روغتيا ته ضرر نه لري سينګار جواز لري، خو چي د کور دننه وي.

البته ښځه د کور دباندي هم آرايش کولاى سي، خو چي په حجاب کي په بشپړه توګه پټ وي او داسي نه وي چي د نامحرمو خلکو د ورته کتلو يا کشش لامل سي.

کومي ښځي چي بې ستره له کوره دباندي وزي د هغو په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې حديث ته پام وکړئ:

« نِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مَائِلَاتٌ مُمِيلَاتٌ لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا وَرِيحُهَا يُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ خَمْسِ مِائَةِ عَامٍ » (صحيح مسلم او نور).

ژباړه: داسي ښځي به وي چي د کالو اغوستلو سره سره به لڅي وي او داسي ښځي به وي چي خپله به هم بدو چارو ته مايلي وي او خلک به هم ځان ته او ناوړو چارو مايل کوي. دغه ښځي نه جنت ته ننوتلاى سي او نه به يې خوشبويي ور ورسيږي . په داسي حال کي چي د جنت خوشبويي د پنځو سوو کالو د سفر په ليري فاصله هم ځي.

سينګار په کور کي د مېړه لپاره دى نه د باندي د خلکو لپاره:

سينګار او ښه کالي اغوستل هم د ښځي حق دى او هم پر هغې باندي د مېړه حق دى. خو تاسي ټولو ته معلومه ده چي اسراف نه دى ښه. نو داچي زموږ ځيني خوندي د هندي او غربي( يعني مشرکينو او کفارو ) د موډ او فېشن په پيروي ډول ډول لباسونه په خورا ډېرو پيسو رانيسي او چي په يوه واده کي يې واغوسـتل بيا يې بل واده يا خوښۍ ته نه اغوندي، نو آيا دا اسراف نه دى؟ او آيا دا د هندوانو او کفارو پيروي او پېښې نه دي؟

دا د مېړه حق دى چي ښځه هغه ته ځان جوړ کړي او خپل حسن او ښکلا ورته څرګنده کړي. خو له بده مرغه په موږ کي دا دود اوس سر چپه سوى دى. زموږ زياتي ښځي په کور کي د مېړه په مخ کي خيرني پيرني ګرځي، خو چي له کوره دباندي وزي نو ځان ښه جوړ او يو غوړپ کړي او هغه څه زر او زينت او ښه جامې چي لري په ځان يې واغوندي. رسول الله صلی الله عليه وسلم څه ښه ويلي دي:

«الْمَرْأَةُ عَوْرَةٌ فَإِذَا خَرَجَتْ اسْتَشْرَفَهَا الشَّيْطَانُ» (رواه الترمذي).

ژباړه: ښځه د پټېدو شى دى، کله چي هغه له کور څخه دباندي ووزي شيطان يې په پېڅه سي. ( يعني د خلکو په نظر کي يې ښه وايسوي، چي په بده ورته وګوري).

ښه خو داده چي که ښځه له کوره وتلو ته اړه سي، نو په ساده لباس کي دي وزي.

په قرآن کريم کي د پردو په مخ کي د ښځي په سينګار سوي حالت کي وتلو ته د ” تبرج“ لفظ استعمال سوى دى. په صحيح البخاري کي د تبرج ژباړه داسي راغلې ده: ” التَّبَرُّجُ أَنْ تُخْرِجَ مَحَاسِنَهَا “ ( تبرج دادى چي ښځه خپل د ښکلا ځايونه څرګند کړي).

د ښځي تبرج او د حسن او جمال اظهار او لڅه او بې ستره پر بازار کېدل، لکه همدا اوس چي د امريکايانو او لوېديځوالو د تېري او نيواک سره زموږ په هيواد کي ډېر ليدل کيږي د کورنيو او ولسونو د تباهۍ او بربادي او خوارى او ذلت لامل سوى دى. نو د ټولنيزي فتنې او فساد د مخنيوي لپاره بايد ښځي حيا او عفت خپل کړي.

سينګار ځاي (آرايشګاه) او شرعي احکام:

د ښځي لپاره سينګار يو فطري عمل او روا کار دى، دغه راز د ښځي لخوا د ښځي سينګارول هم روا کار دى ، خو چي په سينګار او د سيګاروونکي ښځي په کار کي ناروا او ناسمي چاري نه وي. که يوه ښځه بله ښځه وړيا يا په مناسبه اجوره جوړوي په دې کي څه خبره نسته، لکه چي په درالمختار کي وايي:” وَجَازَ إجَارَةُ الْمَاشِطَةِ لِتُزَيِّنَ الْعَرُوسَ إنْ ذُكِرَ الْعَمَلُ وَالْمُدَّةُ “ ( د ناوي د سينګار لپاره د آرايشګري اجاره چي کار او د کار موده ذکر سي جواز لري). خو که آرايشګره داسي چاري تر سره کوي چي د لوى څښتن سبحانه له طاعت او عبادته دا يا سينګار کوونکې ښځه په وزي، نو دا بيا ښه کار نه دى. يا حرام کارونه کوي، لکه چي د ښځي ورځي جوړوي يا يې د مخ لږ او عادي ورېښتان اخلي يا يې د سر سپين ورېښتان په تور رنګ رنګوي يا د ښځي سر د لوېديځ د کافرو او خداى ته ياغي ښځو په پېښو د اوښ د بوک غوندي جوړوي، يا يې سر د نارينه وو غوندي جوړوي، يا نور ورېښتان پوري نښلوي يا د بدن ورېښتان لکه د شرمځاى يا داسي بل ځاى ورېښتان ليري کوي يا داسي کارونه کوي لکه چي په دې وروستيو کي د نورو کفري هيوادونو په سينګار ځايونوکي دود سوي دي، يا د سينګار خبره اسراف ته ورسيږي، (لکه په اوسمهال کي چي زموږ د هيواد په ګوټ ګوټ کي زياتي آرايشګراني بېخي ډېري پيسې اخلي) نو په دې صورت کي دا کار ناروادى.

دلته به يوه بله خبره هم ياده کړو او هغه دا ده چي له امام احمد رحمة الله عليه څخه د هغه مهال يوې آرايشګري ښځي پوښتنه وکړه چي ما د ښځو په ورېښتانو پوري د زياتي ورېښمو غوندي توکو په نښلولو او د ښځو د سرونو په جوړولو سره دغوني پيسې ګټلي دي چي حج ته په ولاړه سم، نو دا څنګه دى؟ هغه د نه! جواب ورکړ او د دې کسب يې مکروه وباله او ورته ويې ويل چي حج تر دې په حلالو پيسو وي. (احکام تجميل النساء (٣٨٦) مخ د المغني په حواله).

دغه راز په الفقه الاسلامي وادلته کتاب او کشاف القناع نومي کتاب کي وايي چي:” وَيُكْرَهُ كَسْبُ الْمَاشِطَةِ“ يعني د سينګار کوونکي ښځي کسب مکروه دى.

په اوسنيو عالمانو کي د سعودي عربستان نامتو اسلامي پوهاند شيخ الفوزان هم د يوې فتوا په ترڅ کي ښځو ته لارښوونه کوي چي د سينګار لپاره دي سينګارځايونو ته نه ځي. ځکه چي له کور څخه سينګار ځاى ته د دې په وتلو کي په فتنه او ناروا د اخته کېدلو امکان سته. او دغه راز په سينګار ځايونو کي يا هغه ښځي وي چي د اسلام په احکامو پابندي نه وي يا نارينه کار پکښي کوي چي هغو ته د ښځي د ورېښتانو ښکاره کول حرام دي.

دغه راز د سينګار ځاى په هکله د شبکة الاسلامية د مركز الفتوى د 1424هـ کال د جمادي الثاني(څلورمي خور) په يوه فتوا کي چي په المکتبة الشاملة کي راغلې ده داسي وايي:

د سينګار ځي په پرانيستلو کي کوم حرج نسته، خو په دې شرط چي د شرعي ضوابطو سره سم کار وکړي او له حرامو او منع سوو کارونو څخه خالي وي، په دې ډول : ١. د سينګارځاى کارکوونکې به مسلمانه ښځه وي. ٢. سينګارځاى به متبرجي (د ښکلا د ځايونو څرګندوونکي، آزادي) ښځي نه سينګاروي، ځکه چي دا د هغو سره پر معصيت باندي مرسته ده او الله تعالى فرمايي:

﴿ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ﴾ [المائده:٢]

ژباړه: او (اى مومنانو !) پر نېکي او تقوا له يو بل سره مرسته سره وکړئ او پر هغه څه چي ګناه او ظلم(او د خداى له پولو تېري) پکښې وي مرسته (او ملاتړ) مه کوئ.

٣. د سيګاروونکي په کار کي به حرام کار شامل نه وي، لکه دا چي د ښځي ورېښتان داسي جوړ او لنډ کړي چي د کافرو يا فاجرو ښځو يا د نارينه وو سره يې مشابهت او ورته والى وسي. يا يې ورځي جوړي کړي، ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ورځي جوړوونکي او پر هغي ښځي چي د بلي ښځي ورځي جوړوي لعنت ويلى دى. يا د ښځي عورت ته وګوري يا لاس په ووهي. او د ښځي عورت ښځئ ته له نامه څخه تر زنګنو پوري دى. يا دا چي د سر سپين ورېښتان يې په تور رنګ ور رنګ کړي.

په بې حيا آرايشګرو ځان سينګارول:

په سينګار ځايونو کي چي کومي آرايشګري ښځي کار کوي او ښځي جوړوي او سينګاروي، زياتي يې بې لمانځه او لڅ مخي، آزادي او د خداى او رسول له احکامو څخه بې خبري او ياغياني وي. دا داسي ښځي وي چي مېړه له دوى څخه او دوى له مېړه څخه بېزاره وي او بالاخره يې دغه کارونه پسي را اخيستي وي. دوى نوري ښځي جوړوي، خو پخپله دوى خپل ځانونه خپلو مړونو ته هيڅ نه جوړوي، نو آيا يوه سترمينه او حياناکه ښځه په دغسي بې حيا او ګنهکارو ښځو خپل ځانونه جوړوي؟ نه ! هيڅکله نه ! دغسي پاکخورې او باعفتي ښځي د دغسي ناولو ښځو لاسونه هيڅ وخت ځان ته نه پرېږدي.

په نارينه سينګار کوونکو ځان جوړول حرام کار دى:

که په سينګار ځاى کي کار کوونکى نارينه وي يا په دغسي ځاى کي کوم ناينه د وظيفې له مخي وزي ننوزي، نو په دغسي ځاى کي د ښځي د ځان جوړولو د حراموالي او پر هغې باندي د خداى د لعنت د اورېدو څه شبهه پاته کيږي؟

په دغسي ځايونو کي په ناولو، بې حيا او ګنهکارو بدنامو ښځو يا په نارينه وو ځان جوړول پاکي او مسلماني ښځي ته هيڅ مناسب کار نه دى، بلکي ښځه په کور کي چي څه کېداى سي، په هغو بايد ځان سينګار او تيار کړي. په دې کي د هغې د دنيا او آخرت ښېګڼه او کاميابي ده .

سينګار ځايونه او نوي ساينسي څېړني:

اوسمهالو سينګار ځايونو ته د ښځو تلل او د اسلام او وطن د دښمنو لوېديځوالو نوى رامنځ ته کړى فيشن غوره کول او د سينګارکوونکو لخوا ډول ډول مضر او د روا والي او نه روا والي له مخي معلوم او نامعلوم کېمياوي مواد استعمالول د مخ، جسم او ورېښتانو فطري او طبيعي ښکلا له منځه وړي او ډېر نور تاوانونه هم ځني رامنځ ته کيږي. په دې لړ کي د قاهرې د روغتيايي کالج پروفيسر ډاکټر عبدالمنعم ليکنه ډېره فکر پاروونکې ده، هغه ليکي:
”سينګارځايونو ته تلل او د سر د ورېښتانو ډول ډول جوړول او د اروپايي ښځو په پېښو د فېشن ډول ډول رنګونه په وهل، د هغو د صافولو او اړولو را اړولو لپاره بېلي بېلي غير فطري طريقې په کار اچول ورېښتانو ته ډېر ستر تاوان لري. له دغسي چارو څخه ورېښتان ژر توييږي او د هغو بېخونه کمزوري کيږي. دغه راز د ورېښتانو جوړولو ماشين استعمالول او په ورېښتانو ډول ډول کېمياوي دواوي وهل ورېښتانو ته سخت تاوان رسوي او ښځي بايد له دغسي زيب او زينت څخه په کلکه ډډه وکړي“.

زموږ ډېرو خوندو ته دا هيڅ معلومه نه ده چي د هغو د سر د ورېښتانو چپه او راسته اړول څونه تاوانونه لري؟ د سر د ورېښتانو د هاخوا دې خوا اړولو پايله دا کيږي چي د هغو پر ريښو زور راځي او د ويني هغه ځانګړى مقدار چي بايد ورېښتانو ته ورسيږي، نه ور رسيږي. چي له امله يې د ورېښتانو بېخونه کمزوري کيږي. او نتيجه يې دا کيږي چي د آرايش ځايونو په صالونونو کي د سينګار د ډول ډول چارو په تر سره کولو سره ښځه د څه مهال لپاره په ظاهره ډېره ښکلې ايسي، خو وروسته چي د سينګار د دغو چارو اثرات له منځه ځي، نو بيا پنځه ويشت کلنه ځوانه ښځه که پنځوس کلنه نه وي، څلوېښت کلنه خو هرو مرو ايسي او د دې ګناه اغېزه دا وي چي د مېړه په زړه کي د ميني او محبت پرځاى کرکه او نفرت ورڅخه پيدا سي.

سينګار ځايونه له ډول ډول خطرونو ډک دي (برتانوي څېړنه):

لکه څنګه چي په ښځو کي د ښکلا شوق زياتيږي همدغسي پر تجارتي بنسټونو ولاړو، د سينګار د مراکزو کار وبارهم پرمختګ کوي. ورځ په ورځ نوي سينګار ځايونه د نوو نوو سامانونو او د سينګار د توکو سره را وزي او ډېر نارينه او ښځي په دې کار بوختي دي.

اوس د برتانيې د جلدي ناروغيو دوو ماهرو ډاکټرانو بروس پولاک او مارک ولکسن په خپل يوه رپوټ کي څرګنده کړې ده چي د نرسانو او په بېکريو(کلچه پزيو) کي د کارکوونکو غوندي په سينګارځايونو کي کار کوونکي او د وېښتانو جوړوونکي هم د جلد د پاړسوب يا التهاب د خطر سره مخامخ دي. دغه شکايت د آرايشګر پر لاس سربېره د هغه د بدن په هره هغه برخه کي کېداى سي چي د کار په دوران کي کېمياوي مواد پوري نښلي.

د ورېښتانو جوړوونکو په لاسونو کي جلدي التهاب په ظاهره دوه لامله لري: زياتره په ورېښتانو له لاس وهلو څخه، په لاسونو کي يو ډول سوى پيدا کيږي او پر پوست باندي د کېمياوي مرکباتو له لګېدو څخه حساسيت رامنځ ته کيږي. ښايي دغه کېمياوي مواد د ورېښتانو د پرېوللو لپاره استعمال سي يا د ورېښتانو په نوي انداز د جوړولو يا د سپينو ورېښتانو د رنګولو لپاره وي.

د سينګار په مرکزونو کي کار کول هغو کسانو ته ډېر نامناسب دى چي له کوچنيوالي د يو ډول دانو يا بل ډول حساسيت په ناروغي اخته سوى وي. که دغسي څوک د سينګار په مرکز کي د خپل کار په بهير کي د پوست د پاړسوب په ناروغي اخته سي، نو له دې ناروغۍ څخه د ژغورني امکانات ډېر کم دي. البته د چا پوست چي لږ پړسېدلى وي او بيا په لاسونو شامپو او نور کېمياوي مواد ونه وهي، نو کېداى سي چي د حساسيت له دغي ناروغۍ څخه وژغورل سي.

سينګار ځاى او د سرطان ناروغي:

ډاکټر رت آرم او ډاکټر فرينک موروي وايي چي هغه کسان چي په سينګار ځاى کي کار کوي، په هغو کي لس برابره دا امکان سته چي د سږو په سرطان اخته سي او عموماً له دغي ناروغۍ څخه د دوى مرګ وي. دغه څرګندونه د کاليفرونيا درو ډاکټرانو د ١٩٧٥ع. کال په جولاى کرې ده. دغه څېړنه يوازي د يوې سيمي د حسن او ښکلا پر ماهرينو سوې ده. ساينس پوهان وايي چي له دې څخه په ټول هيواد کي په دغه سبب د دغي ناروغۍ اندازه لګېداى سي.

که پر ورېښتانو باندي د استعمالوونکو رنګونو څېړنه وسي، نو معلومه به سي چي دغه ورېښتان هم د سرطان د پيدا کولو وړتيا لري. سوال دا دى چي دغه کېمياوي ماده د سږو پر ځاى د جلد سرطان ولي نه پيدا کوي. د دې پوښتني جواب تر اوسه د چا سره نسته. خو دونه معلوميږي چي په سينګار ځايونو کي کار کوونکي ټوله ورځ په ککړ چاپېريال کي اوسي او ورسره د داسي توکو سره سروکار لري چي کېداى سي په يو ډول لا نه يو ډول دي سرطان پيدا کوونکي وي. يا داسي معلوميږي چي دغه ټول عناصر په مجموعي توګه سرطان پيدا کوونکي وي. پر ورېښتانو باندي استعمالېدونکي عناصروته ”ايروسول“ وايي او هر وخت کېداى سي چي لاسونه په دغه ماده ککړ سي او چي ټول عمر دغه مواد استعمال سي، نو دغه اغېزې ځني را منځ ته کيږي. اړتيا دې خبري ته ده چي په دې هکله پرېکنده او بشپړه مطالعه وسي. او رپوټ يې وړاندي سي، خو ډېره ښه مشوره داده چي ښځي دي هغه شيان استعمال کړي چي په درملتونونو کي پيدا کيږي او د سينګار هغه توکي دي نه رانيسي چي په نورو ځايونو کي خرڅيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x