نړۍ

نايجيريا: د بسونو په يو تم ځای چاودنو ۷۱ کسان وژلي

د نايجيريا پلازمينه ابوجا کې د بسونو په يو تم ځای کې پرله پیسې دوو چاودنو ۷۱ کسان وژلي او لسګونو نور ټپيان دي.
چاونې په داسې حال کې شوي چې، په تم ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه. د نايجيريا د حکومت وياند وايي چې، ټپيان يې روغتون ته وړي او د تداوۍ لاندې دي.
د يادونې وړ ده چې، وړمه ورځ هم د بوکو حرام وسلوالو د نايجيريا بيلابيلو ځايونو کې سل کسان وژلي وو.
له تېرو دوو ورځو راهيسې نايجيريا کې د وژول شويو شمېر له ۱۸۰ کسانو اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x